CRI Online

تبصره: نړۍ ته د چين دوې ډالۍ

cri     (GMT+08:00) 2018-11-01 17:36:57

د اصلاحاتو او ورخلاصون په اړه د چين يو لړ نوی تګلارې به په نومبر کې په وار سره پلې شي. له نن ورځې څخه چين پر ۱۵۸۵ ډولو وارداتي صنعتي توليداتو ماليات کم کړي چې پدې سره د چين د ګمرکي مالياتو عمومي سويه د تېر کال له ۹.۸ ٪ څخه ۷.۵٪ ته راټيټه شوې ده.

د راتلونکې دوشنبې په ورځ به د چين د وارداتو لومړی نړيوال نندارتون په شانګهای ښار کې پرانيستل شي او د څه باندې ۱۳۰ هېوادونو او سيمو تر ۳۰۰۰ زياتې تصدۍ به په دغه نندارتون کې خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړي څو خپل نړيوال بازار پراخ کړي او د چيني مشتريانو ان د نړۍ د مشتريانو بېلابېلې اړتياوې پوره کړي.

په دغه نندارتون کې به نه يوازې د ګډون کوونکو هېوادونو او سيمو د توليداتو نندارځي، د تصديو نندارځي او نړيوال اقتصادي او سوداګريز فورم ترسره شي، بلکې تر ۵۰۰۰ زيات توليدات او څه باندې ۱۰۰ نوي توليدات او نوي تخنيکونه په لومړي ځل چين ته راشي او نندارې ته وړاندې شي. دغه راز د دغه نندارتون په ګډون کوونکو تصديو کې به د G20 سازمان،د بريکس هېوادونو ډلې او د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو تصدۍ او د يو کمربند او یوې لارې په اوږدو کې د څه باندې ۵۰ پرتو هېوادونو او تر ۳۰ زياتو بېوزلو هېوادونو تصدۍ هم شاملې شي.

د توجه وړ خبره دا ده چې د څه باندې ۱۳۰ هېوادونو او سيمو څه ناڅه ۲۰۰۰ حکومتي چارواکي، د نړيوالو سازمانونو مسئولين، مشهور سوداګر او کارپوهان به د دغه نندارتون په چوکاټ کې د هونګ چياو په نوم نړيوال اقتصادي او سوداګريز فورم کې ګډون وکړي او پکې به پر اوسني نړيوال اقتصادي وضعيت تمرکز وکړي او خپل اړوند نظرونه او وړانديزونه به وکړي. وړاندوينه کيږي چې ياد فورم به پر مهمو نړيوالو مسئلو د بحثونو لپاره يوه مهمه لاره جوړه کړي.

د ټاکلي پلان له مخې به د چين د وارداتو نړيوال نندارتون هر کال دايرشي. تراوسه پورې د نوي زيلنډ، جاپان، استراليا او ځينو نورو هېوادونو ۲۰ تصديو د راتلونکې دورې په نندارتون کې د ګډون لپاره تړون لاسليک کړی دی. له دې څخه څرګنديږي چې ډېر پرمختللي او پرمختيايي هېوادونه د نويو فرصتونو د پيدا کولو لپاره يوې نوې همکاريزې صحنې ته اړتيا لري او د چين د وارداتو نړيوال نندارتون همداسې عامه صحنه برابره کړې چې د بېلابېلو خواوو له ګډو اړتياوو سره سمون لري.د جاپان ډيپلومات ويبپاڼې د دغه نندارتون په اړه داسې ارزيابي کړې چې دا د چين د بازار لويه جاذبه ښکاره کوي.

چين به پر لالويې پيمانې د ګمرکي مالياتو په راټيټولو او د وارداتو نړيوال نندارتون په جوړولو سره نړۍ ته د ورخلاصون کچه لالوړه کړي، په ورته وخت کې نړۍ به د چين له دوامدارو اصلاحاتو او ورخلاصون څخه زيات فرصتونه پيدا کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای