CRI Online

چين د م م د امنيت شورا د نوبتي رئيسه هېواد دنده پر غاړه اخيستې ده

cri     (GMT+08:00) 2018-11-02 16:50:00
چين د م م د امنيت شورا د نوبتي رئيسه هېواد دنده پر غاړه اخيستې ده

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د نومبر په لومړۍ نېټه چين د م م د امنيت شورا د روانې مياشتې نوبتي رئيسه هېواد دنده پر غاړه اخيستې ده. په م م کې د چين دايمي استازي ما جاو شو په همدې ورځ د م م په مقر کې په يوه خبري ناسته کې د چين خبري رسنيو له خبريالانو سره يوه ګډه مرکه وکړه.

ما جاو شو په دغه خبري ناسته کې وويل، چين به د م م د امنيت شورا د نومبر نوبتي رئيسه هېواد په توګه په نوې زمانه کې د چين د ځانګړتيا لرونکې ديپلوماسۍ په اړه د شي جين پينګ د نظريو تر لارښوونې لاندې خپل ديموکراتيک عمليات او د امنيت شورا د رئيسه هېواد په توګه دندې په فعاله توګه ترسره کړي، په مناسب ډول به بېلا بېل د پاملرنې وړ موضوعات حل کړي، له نړيوالو امنيتي ننګونو سره به مقابله وکړي او د نړۍ د سولې او امنيت د ساتلو لپاره به نوي خدمتونه وکړي.

ما جاو شو پر دې ټينګار وکړ چې م م د څواړخيزم مهم ملاتړی دی، د څواړخيزم نظام او د م م د رول پياوړتيا د بېلا بېلو خواوو موافقه ده. چين وړانديز کوي چې امنيت شورا په روانه مياشت کې ((د نړۍ د سولې او امنيت ساتنه: د څواړخيزم نظام او د م م د رول پياوړتيا )) تر عنوان لاندې يوه عامه مباحثوي غونډه ترسره کړي. هغه وويل

((اوس په نړيواله ټولنه کې د سولې او امنيت حالات ډېر پيچلي دي او له يو لړ نويو ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي. عنعنوي او غيرعنعنوي امنيتي موضوعات رامنځته شوي او په ځينو سيمو کې سيمه ييزې شخړې د اوږدې مودې لپاره موجودې دي. برسيره پر دې، ترهګرۍ او طرحه شوي نړيوال جرمونه مخ په زياتېدو دي، نو د نړۍ د سولې او ثبات ساتنه يوه سخته او اوږده دنده ده. په عين وخت کې يواړخيزم او د سوداګرۍ ساتونکی غوښتونکی نظر پياوړی شوی چې نړيوالو مقرراتو او د نړيوالې ادارې سيسم ته يې ضربه رسولې. نو اوس نړۍ د څواړخيزم نظام او يوه پياوړي م م ته ډېره اړتيا لري. ))

ما جاو شو وويل، چين به په روانه مياشت کې په افريقا کې د سوله ساتونکو عملياتو د پياوړتيا تر عنوان لاندې يوه مباحثوي غونډه هم ترسره کړي. د دې غونډې د ترسره ګېدو موخه دا ده چې نړيواله ټولنه وهڅوي چې د افريقا د سولې او امنيت چارو ته لا ډېرې پاملرنې او پيسې ورکړي او له افريقايي هېوادونو سره ريښتينې مرستې وکړي.

برسيره پر دې، چين به په روانه مياشت کې دوه فعاليتونه ترسره کړي. لومړی، چين به د رئيسه هېواد په توګه له خپل هېواد څخه د ليدنې په اړه د امنيت شورا غړو هېوادونو ته بلنه ورکړي، دا د امنيت شورا په تاريخ کې لومړی ځل دی. ما جاو شو په دې اړه وويل،

((دغه سفر به د م م د ساتونکو عملياتو تر عنوان لاندې ترسره شي، د امنيت شورا غړي هېوادونه کولای شي چې له چين څخه ليدنه کتنه وکړي او له چين سره ډيالوګ وکړي. سږ کال د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو له ۴۰مې کاليزې سره برابر دی. د دې سفر له کبله به دغه هېوادونه د چين د يادو تګلارو د تر لاسه شويو برياليتوبونو په اړه ډېرې پېژندنې او تفاهمونه تر لاسه کړي او دغه راز به په امنيت شورا کې د بېلا بېلو خواوو ترمنځ همکارۍ وهڅول شي. ))

بل فعالت دا دی چې چين به د چين د معيوبينو هنري ډلې ته بلنه ورکړي چې د نيويارک د لينکن په نوم د هنري نمايش په مرکز کې ځانګړی نمايش وکړي، او د امنيت شورا د غړو هېوادونو استازو ته به د دې نمايش د کتلو بلنه ورکړل شي.

د مالوماتو له مخې، امنيت شورا به په روانه مياشت کې څه باندې شل غونډې ترسره کړي او تر سنجش وروسته به د سوريې، عراق، يمن او د منځني ختيځ د سوله ييز بهير په شمول د پاملرنې وړ نړيوالو موضوعاتو په هکله څو پرېکړه ليکونه تصويب کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای