CRI Online

د نړيوال بانک راپور دا ښيي چې چين د سوداګريز چاپيريال په برخه کې څرګند پرمختګ کړی

cri     (GMT+08:00) 2018-11-03 17:38:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، نړيوال بانک د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د ۲۰۱۹ کال لپاره د سوداګريز چاپيريال راپور خپور کړ. د دې راپور له مخې، چين د سوداګريز چاپيريال په برخه کې د نړۍ په ۱۹۰ اقتصادي ډلو کې ۴۶م مقام خپل کړی چې د تېر کال په پرتله څه باندې ۳۰ مرتبې پر مخ تللی.

په دې راپور کې راغلي چې په تېر يو کال کې د منځنيو او کوچنيو تصديو د سوداګريز چاپيريال د ښه والي لپاره د چين له خوا د عملي شوو اصلاحاتو شمېر نوی ريکارډ جوړ کړی او په نړۍ کې مخکښو لسو مقامونو ته داخل شوی.

د ياد راپور له مخې، په لسو عمده شاخصونو کې چين د تصديو د جوړېدو او برېښنايي خدمتونو په دوو برخو کې څرګند ښه والی تر لاسه کړی دی. چين د تصديو د جوړېدو په اړه د شاخص په لېست کې د تېر کال د ۹۳م مقام په پرتله ۲۸م مقام خپل کړی او د برېښنايي خدمتونو په لېست کې د تېر کال د ۹۸م مقام په پرتله ۱۴م مقام نيولی دی. بر سيره پر دې، چين پروژو ته د جوازونو ليکونو د ورکولو، د جايدادونو د ثبتولو، د کمو پانګه اچولو د ساتلو، مالياتو او بهرنۍ سوداګرۍ په پنځو برخو کې اغېزمن اصلاحات عملي کړي دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای