CRI Online

شي جين پينګ د يو کمربند او يوې لارې د ساينس نړيوالې ټولنې د جوړېدو غونډې ته د مبارکۍ پيغام وليږه

cri     (GMT+08:00) 2018-11-04 16:28:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د يو کمربند او يوې لارې د ساينس نړيوالې ټولنې د جوړېدو غونډه او د يو کمربند او يوې لارې د ساينس او تکنالوژۍ د نوښت په اړه د دويمه نړيواله مباحثوي غونډه د نومبر په ۴مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ يادې غونډې ته د مبارکۍ پيغام وليږه.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې دې ته اشاره کړې چې د يو کمربند او يوې لارې ګډې ابادۍ د نړيوالې ټولنې هرکلی تر لاسه کړی دی. له اړوندو هېوادونو سره د ساينس او تکنالوژۍ همکاري د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې مهمه موضوع ده او د خلکو ژوند د ښه والي، د پرمختګ د چټکوالي او له ګډو ننګونو سره د مبارزې په برخو کې مثبت رول لوبوي. هيله ده چې اړوند هېوادونه د يو کمربند او يوې لارې د ساينس نړيوالې ټولنې له لارې د ساينسي او تکنالوژيکي نوښت په اړه د پاليسيو او ستراتيژيو په برخه کې تګ راتګ پياوړی کړي، د ساينس او تکنالوژۍ لويې همکاريزې پروژې تر سره کړي، استعداد لرونکي کسان وروزي او خپل توان لوړ کړي، څو د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د تاًسيس لپاره خدمتونه وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای