CRI Online

شي جين پينګ د چين د لومړي نړيوال وارداتي نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې د چين د ورخلاصون د پراخوالي نوي تدبيرونه اعلان کړل

cri     (GMT+08:00) 2018-11-05 19:58:41

د چين لومړی نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر د ۵مې نېټې په سهار په شانګهای کې پرانيستل شو، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ياد نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه. شي جين پينګ د چين د ورخلاصون د پراخوالي نوي تدبيرونه اعلان کړل او پر دې يې ټينګار وکړ چې د اقتصاد نړيوال کېدل نه بدلېدونکی تاريخي جريان دی، بېلا بېل هېوادونه بايد په فعاله توګه ورخلاصون او همکاري وهڅوي او ګډ پرمختګ دې رامنځته کړي. چين به د لا لوړې کچې ورخلاصون، د پرانيستي نړيوال اقتصاد د ابادۍ او د انسانانو د ګډ برخليک د جوړونې په لور خپل ګامونه و نه دروي.

د چين نړيوال وارداتي نندارتون چې د شي جين پينګ د وړانديز سره سم جوړ شوی، تر اوسه پورې په نړۍ کې د وارداتو تر عنوان لاندې لومړنی دولتي نندارتون دی. په دې نندارتون کې ۱۷۲ هېوادونو،سيمو او نړيوالو سازمانونو او تر ۳۶۰۰ زياتو تصديو ګډون کړی. د اټکل له مخې، په دې نندارتون کې به له ۴۰۰ زرو نه زيات چيني او بهرني پېروونکي سوداګر په تجارتي مبحثوي ناستو کې برخه ولري.

شي جين پينګ په پرانيستونکو مراسيمو کې د خپلې وينا پر مهال وويل، د چين د نړيوال وارداتي نندارتون جوړېدل د نوي پړاو او لوړې کچې د ورخلاصون لپاره مهمه پريکړه ده او نړۍ ته د چيني بازار د ابتکاري پرانيستنې مهم ګام دی.

(( له دې څخه د چين هغه دوامدار دريځ ښکاره شوی چې له څو اړخيز سوداګريز سيستم څخه ملاتړ کوي او د ازادې سوداګرۍ پرمختګ هڅوي، دا د پرانيستي نړيوال اقتصاد د ابادۍ او د اقتصاد له نړيوال کېدو څخه د ملاتړ لپاره د چين رښتينی عمل ګام دی. (( نوې زمانه او له راتلونکې څخه برخمن کول)) د دغه وارداتي نندارتون عنوان دی، يعنی د بېلا بېلو ملګرو هېوادونو هرکلی کوو چې په نوې زمانه کې د چين د پرمختګ فرصتونه ونيسي، نړيوالې اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ ژورې کړي او ګډه سمسورتيا او پرمختګ رامنځته کړي. ))

په اوسنۍ نړۍ کې څواړخيزم او د ازادې سوداګرۍ نظام له ضربې سره مخامخ دی. شي جين پينګ د نړيوال اقتصاد د بې ثباتۍ او ناآرامۍ د عمواملو او خطرونو د حل لارې چارې وړاندې کړې او له بېلا بېلو خواوو څخه يې غوښتنه کړې چې عمومي اوضاع په پوره ډول درک کړي او پر ورخلاصون او همکارۍ باور ټينګ کړي.

(( بېلا بېل هېوادونه بايد پر ورخلاصون او راکړې ورکړې ټينګار وکړي، د ګډو ګټو پر بنسټ دې همکاريزې ساحې پراخې کړي، له سوداګرۍ ساتونکو افکارو او يو اړخيزم سره دې څرګنده مخالفت وکړي، د سوداګرۍ او پانګونې د ازادېدو او اسانه کېدو لپاره دې هلې ځلې وکړي. بېلا بېل هېوادونه بايد د ډيجيټلي اقتصاد، مصنوعي ځيرکتيا او نانومتر تکنالوژۍ په شمول مخکښو برخو کې همکارۍ پياوړې کړي او د نويو تخنيکونو ، چارو او ماډلونو د رامنځته کولو لپاره دې ګډ کوښښونه وکړي. بېلا بېل هېوادونه بايد پر جامعيت او پراخو ګټو ټينګار وکړي او ګډ پرمختګ دې ومومي. بېلا بېل هېوادونه بايد د ورخلاصون، جامعيت، ګډو ګټو او برابرۍ په لور د اقتصاد نړيوال کېدل وهڅوي، څو د بېلا بېلو هېوادونو خلک ترې ګټې واخلي. ))

روان کال په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون پاليسۍ د پلي کېدو له ۴۰مې کليزې سره برابر دی. چين له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې په دوامدار ډول ورخلاصون پراخ کړی چې نه يواې خپل ځان بلکې نړۍ ته يې ګټې رسولې دي.

شي جين پينګ په خپله وينا کې د چين د سوداګريز چاپيريال په هکله وويل

(( چين به د بهرنيو سوداګرو د پانګونې د قانون او مقرراتو تنظيم چټک کړي، د بهرنيو چارو په اړه د قوانينو سيستم به بشپړ کړي، په چين کې ثبت شويو ډول ډول تصديو ته به په يوه سترګه وګوري، د بهرنيو تصديو قانوني حقوق او ګټې به وساتي او د قانون سره سم به د بهرنيو سوداګرو پر حقونو او ګټو په تيره بيا د پوهنې د ملکيت پر حق تېري کوونکو کړنو ته به سزا ورکړي. ))

په پرانيستونکو مراسمو کې ځينو بهرنيو مشرانو او د نړيوالو سازمانونو مسئولينو په جلا جلا توګه ويناوې وکړې. دوی د اصلاحاتو او ورخلاصون په برخه کې د چين د تر لاسه شويو برياليتوبونو ډېره ستاينه وکړه او پر دې يې باور څرګند کړ چې د چين اقتصاد به لا ځلانده راتلونکی ولري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای