CRI Online

د مختلفو هېوادونو سياستوالو،د سوداګريزو او علمي ټولنو استازو د رئيس شي جين پينګ وينا مثبته ارزونه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-11-06 10:44:16

د چين لومړی نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر په پنځمه نېټه په شانګهای کې پرانيستل شو. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دې نندارتون په اړه وينا کې د ورخلاصون د پراخوالي په تړاو تدبيرونه ياد کړل .د بېلا بېلو هېوادونو سياستوالو،د سوداګريزو او علمي ټولنو استازو د دې وينا مثبته ارزونه وکړه او په دې اند دي چې له دې وينا څخه د چين هغه هيله ښکاري چې په ټينګه اراده سره د اصلاحاتو او ورخلاصون په لور ګامونه اخلي او له نورو هېوادونو سره ګډه سمسورتيا او پرمختګ مومي.

د فرانسې پخواني صدراعظم جين پيري رافرين په نظر د رئيس شي جين پينګ وينا جدي او اغيزمنه ده او له هغې خبرې څخه ژوره خاطره لري چې چين به د ورخلاصون د لاپراخوالي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره هڅې وکړي.هغه وويل هغه په خپلو خبرو کې پردې ټينګار وکړ چې چين به په خپل ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي لوري روان اوسي او پر څو اړخيز کېدو او نړيوالې همکارۍ به ټينګار وکړي او د دې ترڅنګ د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره به ډېرې هڅې وکړي.زما په اند دغه خبرې ډېرې مهمې دي.

د فرانسې د سينګار سامانونو شرکت يعنې د لوريل په نوم د شرکت عمومي مدير او د لومړۍ کچې اجرائيوي مدير جين پال اګون وويل چې اوس مهال سوداګرۍ ساتونکو غوښتونکو او يو اړخيز کېدو د اقتصاد نړيوال کېدو او د ازادې سوداګرۍ څو اړخيز ميکانيزم ته زيانونه رسولي دي. د دې حالت پر وړاندې د چين حکومت پر ورخلاصون د ټينګارکولو اعلان وکړ او په دې برخه کې يي نړيوالو ته خپله ټينګه اراده څرګنده کړه.هغه وويل دا چې اوس مهال د نړيوال کېدو بهير او څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم له ډېرو ننګونو سره مخ دي، د رئيس شي جين پينګ ياده وينا ډېره مهمه ده او نړيوالو ته يې د چين هغه نيت ښودلی چې د ورخلاصون پر تګلارې ته ادامه ورکوي او پرې ټينګارکړې او نړۍ ته يې خپله دروازه لاخلاصه کړې ده. په عين وخت کې د چين حکومت د سوداګرۍ او نړيوال کېدو په برخه کې هم دغې تګلارې ته ادامه ور کړي.

هغه زياته کړه چې چين هغه ټينګه اراده لري چې د اصلاحاتو ژورتيا ته دوام ور کړي او د نوښت له لارې ګډ پرمختګ ومومي چې له امله به يې د لوريل شرکت د چيني بازار پر راتلونکي پرمختګ پوره باور ولري.

د سويډن د لوړې کچې څېړونکي ماس کارلسون دا نظر لري چې د يادې وينا له مخې په چين کې د ورخلاصون د پراخوالي لپاره يوه څرګنده نقشه جوړه شوې چې نړيوال به ترې ګټه واخلي.هغه وويل اوس په نړۍ کې څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم د ځينو عواملو د شتون له امله کمزوری شوی،د څو اړخيز ميکانيزم د ساتلو لپاره چيني مرستو ته اړتيا لرو او هيله لرو چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان او نور سوداګريز همکاران د نړيوالو اصولو مراعات وکړي او اړوندې تجربې راغونډې کړي.موږ بايد په دې پوه شو چې تر ښې ادارې او کنترول لاندې ورخلاصون د نړيوالو لپاره ګټور ثابت کړو.

د چين حکومت د ورخلاصون د پراخوالي له لارې نه يوازې چيني بازار ته د بهرنيو توليداتو د داخلېدو لپاره دروازه خلاصه کړې بلکې د چيني تصديو د نوښت ، پرمختګ او نړيوالې ادارې لپاره يې لازيات فرصتونه برابر کړي دي.د چين د لانګ چاو په نوم د ډله ييز شرکت عمومي مدير سون پي سو وويل زما په اند چين د بازاري ورخلاصون له لارې غوره بهرني توليدات واردوي او د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره خپل رول لوبوي چې له دې څخه د يو مسئولانه لوی هېواد دنده ښکاري .د دې ترڅنګ د دې له کبله به د چيني تصديو صنعتي جوړښت هم ښه شي او باکيفيته پرمختګ به يې وموندل شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای