CRI Online

شن های شيونګ : د بېلابېلو هېوادونو رسنۍ دې د نويو سمسورو بازاري هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو د نظرونو خپرولو ته پاملرنه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-06 16:28:46

د چين رسنيز ګروپ مشر شن های شيونګ د نومبر د پنځمې نېټې په ماسپښين په شانګهای کې د هونګ چياو په نوم د پولي او اقتصادي رسنيو او کارپوهانو په نړيوال فورم کې د خپلې وينا پر مهال د بېلابېلو هېوادونو له رسنيو څخه وغوښتل چې د نويو سمسورو بازاري هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو د نظرونو خپرولو ته دې پاملرنه وکړي،په حوصله دې د وړوکو او کمزورو هېوادونو اوازونو ته غوږ ونيسي او د نړۍ د بېلابېلو کلتورونو او تمدنونو ترمنځ د تبادلې لپاره دې زمينه برابره کړي.

شن های شيونګ په خپلو خبرو کې وويل، مطبوعات بايد د خبر وروستيو پايلو ته توجه وکړي. اوس نړيوالې رسنۍ او خلک د چين لومړي نړيوال وارداتي نندارتون او د چين اړوندو نظرونو ته ډېره توجه کوي،له دې څخه څرګنديږي چې د څواړخيزم او ازادې سوداګرۍ د ملاتړ په اړه وړانديز لاهم د نړيوالې ټولنې هيله ده. رسنۍ دې پدې برخه کې خپل مسئوليت پر غاړه واخلي ، په ټينګه دې د اقتصاد د نړيوال کېدو بهير د پرمخبيولو لپاره هڅې وکړي او د عادلانه او پرانيستي نړيوال اقتصادي نظام د ساتلو لپاره دې خدمتونه وکړي.

همدارنګه شن های شيونګ زياته کړه چې رسنۍ دې د بېلابېلو تمدنونو ترمنځ د نظريو تبادلوي پل رول ولوبوي، د مختليفو دريځونو او نظريو درناوی دې وکړي، د بېلابېلو غاړو ترمنځ د خبرو اترو او سلامشورو لپاره دې د پل رول ولوبوي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره دې خدمتونه وکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای