CRI Online

لي که چيانګ د مهمو نړيوالو اقتصادي او مالي ارګانونو له مسئولينو سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-11-07 16:19:51

د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په شپږمه نېټه په بېجينګ کې د مهمو نړيوالو اقتصادي او مالي ارګانونو له مسئولينو سره د ګردي مېز په"۱+۶" ډيالوګ کې پر دې ټينګار وکړ چې چين غواړي له بېلابېلو خواوو سره د څواړخيزم ملاتړ وکړي، د ازادې سوداګرۍ ميکانيزم وساتي او د نړيوال کېدو بهير پرمخ يوسي. چين به اغېزمن تدبيرونه غوره کړي،څو اقتصاد ته ثابت او لوړ کيفيت لرونکی پرمختګ ورکړي.

په تېرو دوو کلونو کې به هر کال د ګردي مېز ۱+۶" ډيالوګ يو ځل دايرېده او اوس دغه ډيالوګ د مهمو نړيوالو اقتصادي او پولي ارګانونو له مسئولينو سره د چين د صدراعظم د خبرو اترو ميکانيزم ګرځيدلی دی. د روان ډيالوګ اصلي موضوع دا وه: ((د پرانيستو ګډو همکاريو له لارې د چين او نړۍ اقتصادي ودې ته ګډې ګټې رسول)). په دغه غونډه کې د نړيوال بانک رئيس جيم يونګ کيم، د پيسو د نړيوال صندوق مشرې کريسټين لګارډ، د سوداګرۍ د نړيوال سازمان عمومي مدير روبرټو ازيويډو، د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ د سازمان سکرتر انجل ګوريا، د پولي ثبات د شورا رئيس مارک کارڼي او د کارګرو د نړيوال سازمان مرستيال مدير ګرينفيلډ ګډون کړی و. لي که چيانګ له دوی سره د خبرو اترو پر مهال وويل:

((د روانې غونډې وخت عادي نه دی، ځکه چې نړيوال اقتصادي او مالي وضعيت ډېر پيچلی معلوميږي. سږکال د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې ۴۰ مه کاليزه ده. غواړو چې نړيوالې ټولنې ته دا پيغام ورکړو چې چين به د څواړخيزم، پرانيستۍ نړيوالې اقتصادي ودې د هڅولو په بهير کې خپل ورخلاصون او اصلاحات لاژور کړي، څو له نړيوالې ټولنې سره د خپل پرمختګ رښتيني فرصتونه شريک کړي او د نړيوال اقتصاد د ثابتې او جامع ودې لپاره خدمتونه وکړي.))

لي که چيانګ وويل، نړۍ نوې څلورلارې ته رسيدلې او له تاريخي پرېکړو سره مخامخ شوې ده، موږ بايد د ورخلاصون او څواړخيزم پر اصولو ټينګار وکړو او د نړيوال کېدو بهير د پرمختګ لپاره دې هڅې وکړو. څواړخيزم د سمسورتيا او جامعې ودې راوستلو ته ضروري لار ده، د نړيوال کېدو بهير مخه دې نه نيول کيږي. چين غواړي له بېلابېلو غاړو سره يوځای د څواړخيزم ملاتړ وکړي او د ازادې سوداګرۍ سيستم وساتي.

لي که چيانګ د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د اصلاحاتو په اړه د چين دريځ بيان کړ او ويې ويل، چين له دې سره موافق دی چې د دغه سازمان اوسنی سيستم اصلاح او بشپړ کړو او د صلاحيت د ساتلو ترڅنګ يې اغېزه لوړه کړو.

لي که چيانګ مېلمنو ته د اقتصادي ودې په اړه هم معلومات ورکړل او دې ته يې اشاره وکړه چې چين به اغېزمن تدبيرونه غوره کړي،څو اقتصاد ته ثابت او لوړ کيفيت لرونکی پرمختګ ورکړي.

((موږ به مثبتې مالي تګلارې پلې کړو او ماليات به په زياتې کچې کم کړو. په ورته وخت کې به سياسي اداره او سوداګريز چاپيريال ښه کړو او د بازار د عمده رول او د ټولنې ابتکاري توان به لوړ کړو . د پيسو د ثابتې تګلارې د پلي کولو په ورته وخت کې به د شخصي تصديو په تېره بيا د منځنيو او کوچنيو تصديو د پانګو راغونډولو ستونزې تر غور لاندې ونيسو، موږ به د دغو ستونزو د هوارې لپاره اغېزمن تدبيرونه غوره کړو .))

لي که چيانګ څرګنده کړه چې د چين اقتصادي وده عموماً ثابته ده، په چين کې بهرنۍ پانګونې هم په ثابته توګه زياتيږي، د نړيوالو عوايدو او مصارفو ترمنځ موازنه يې ساتل شوې او د بهرنيو اسعارو ذخيرې يې ډېرې دي. چين به د بازاري اقتصاد پر لوري پرمختګ وکړي او هيڅکله به د رقابت لپاره د توليداتو ارزښت کم نه کړی. چين غني تجربې راغونډې کړي او له بهرنيو فشارونو سره د مقابلې لپاره کافي وسايل لري او د ژن مين بي يوانو ارزښت د ساتلو لپاره پوره بنسټ ، وړتيا او باور لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای