CRI Online

لويديځو خبري رسنيو د چين نړيوال وارداتي نندارتون ته ډېره پاملرنه کړې او د ورخلاصون د پراخوالي په اړه يې د چين ګامونه ستايلي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-09 16:25:58

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين لومړی نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر په ۵مه نېټه په شانګهای کې پرانيستل شو چې د همدې مياشتې په لسمه نېټه به پای ته ورسيږي. له تېرو څو ورځو راهيسې د لويديځو هېوادونو خبري رسنيو ياد نندارتون ته دوامداره پاملرنه کړې او کوي يې، د ورخلاصون د پراخوالي په اړه د چين د هوډ او ګامونو او د نورو هېوادونو لپاره د چين له خوا د برابر شوو نويو فرصتونه ستاينې يې کړې دي.

د ايټاليا د ميلانو فينانزا ورځپاڼې د ورخلاصون د پراخوالي او د وارداتو د زياتوالي په اړه د رئيس شي جين پينګ له خوا اعلان شويو ۵ تدبيردونو ته ډېره توجه ورکړې. د دې ورځپاڼې په اند، د قانون له لحاظه د رئيس شي وينا نه يوازې نړۍ ته د چين د ورخلاصون د پياوړتيا رويه ښکاره کړې، بلکې په ميکانيزم کې يې د چين د ورخلاصون د پراخوالي لپاره هم ضمانت برابر کړی دی.

د پورتګال د مطبوعاتو ټولنې مشر جواو ماوريس پالميرو په ياد نندارتون کې د ګډون په موخه چين ته راغلی او د ياد نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې يې په غور سره د رئيس شي جين پينګ وينا واورېده. د ده په اند، په داسې حال کې چې نړيوال حالات پېچلي او له بدلونونو څخه ډک دي، د رئيس شي له وينا څخه ښکاري چې د ګردې کرې ليد او مفکوره مهم ارزښت لري.

د برازيل د مطبوعاتو ملي شرکت د تلويزيون مشر کايقيو نويس په لومړي ځل چين ته راغلی او د اصلاحاتو او ورخلاصون له ۴۰ کلونو راهيسې د چين د تر لاسه شويو پرمختګونو په اړه د حيرانتيا احساس لري. هغه وويل، چې له دې نندارتون څخه د ليدنې له لارې يې د چين او نړيوال اقتصاد د راتلونکي په اړه پوره باور پيدا کړی دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای