CRI Online

د چين نړيوال وارداتي نندارتون پرمختيايي هېوادونو ته فرصتونه برابروي.

cri     (GMT+08:00) 2018-11-10 16:39:07

وايي، پر يو ګل نه پسرلی کېږي، خو د پسرلي نښه دا ده چې سل ګلونه غوړېږي. دا په څو نړيوالو ډګرونو کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا ويل شوې يوه مشهوره جمله ده. د چين په لومړي نړيوال وارداتي نندارتون کې د پرمختللو هېوادونو لخوا د وروستيو او تازه تخنيکونو او توليداتو د ښودلو په عين وخت کې بېلا بېل پرمختيايي او وروسته پاتې هېوادونو هم د خوړو، کرنيزو توکو، جامو او ورځنيو ضرورياتو په ګډون خپل ځانګړي او غوره توکي، غني سيلانيزې سرچينې، لرغونی تاريخ او کلتورونه راوړي دي. په دغه نړيوال نندارتون کې خلک دا احساسولای شي چې د نيکمرغه ژوند پيدا کول د مختلفو هېوادونو د خلکو ګډه ارزو ده او له پرمختيايي لارې څخه بايد هېڅ يو هېواد بې برخه نشي.

واقعاً د چين لومړی نړيوال وارداتي نندارتون د ګډ پرمختګ د پرمخبيولو يوه ښه نمونه ده. څه دپاسه ۳۶۰۰ تصدۍ، ۱۷۲ هېوادونه، سيمې او نړيوال سازمانونه پکې ګډون لري چې له دې جملې څخه د شلو هېوادونو ډلې غړي، د بريکس هېوادونه، د شانګهای همکارۍ سازمان غړي، د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې ۵۸ پراته هېوادونه او ۳۵ وروسته پاتې هېوادونه عبارت دي. چين د هر يو وروسته پاتې هېواد لپاره په وړيا توګه دوه معياري غرفې او د نندارې لپاره د راوړونکو توکو لګښت برابر کړی او د دغو هېوادونو لپاره يې د پانګونې يا سوداګريزې سلامشورې ځانګړې غونډې هم جوړې کړې دي.

د چين او بېلا بېلو هېوادونو په ګډو هڅو سره دغه نړيوال وارداتي نندارتون د نړيوالې سوداګرۍ په يو لوی باغ ګرځېدلی چې پکې سلګونه ګلونه سره يو ځای غوړېږي. پرمختيايي او وروسته پاتې هېوادونو د خپلو ځانګړتياوو او ښېګنو په ښودلو سره هم سوداګريز فرصتونه او بازارونه موندلي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای