CRI Online

د نومبر د يوولسمې نېټې د اخيستنې ورځ لسمې کاليزې ته غځېدلې او د چيني مشتريانو د مصرف شوق او زوق لا لوړ شوی

cri     (GMT+08:00) 2018-11-12 16:10:49

د نومبر د لسمې نېټې په شپه د دوولسو بجو د زنګ په اورېدو سره، د ۲۰۱۸ کال د نومبر د يوولسمې نېټې د اخيستنې نړيواله ورځ شروع شوه. د شمېرنې له مخې، د نومبر په يوولسمه نېټه الي بابا د تمال د انلاين په سوداګريز ډګر کې د معاملو ارزښت ۲۱۳ ملياردو پنځه سوو مليونو يوانو ته رسېدلی چې له ۳۰ مليارډو امريکايي ډالرو سره برابر و. د جينګ دونګ په نوم د چين د انلاين سوداګرۍ بل مشهور ډګر د شمېرنې له مخې، د نومبر له لومړۍ نېټې څخه تر يوولسمې نېټې پورې د معاملو ارزښت يې ۱۵۹ مليارډو اته سوو مليونو يوانو ته رسېدلی چې له 22.5 مليارډو امريکايي ډالرو سره برابر و. د کارپوهانو په اند، د انلاين سوداګرۍ په ډګرونو کې د اخيستنې شمېر له کلني زياتوالي څخه ښکاري چې د چيني مشتريانو د مصرف نيت اندازه پياوړې شوې او د مصرف کچه يې هم لوړه شوې ده. په عين وخت کې د دوی لخوا اخيستل شوي توکي په نړۍ کې پراخوالی لري.

د نومبر د يوولسمې نېټې د اخيستنې ورځ په ۲۰۰۹ کال کې پيل شوه او اصلي موخه يې د چين د مجردانو ورځې لمانځل دي، اوس دغه ورځ د اخيستنې نړيواله ورځ ګرځېدلې ده. له لسو کلونو راهيسې، هر کال د الي بابا له شمېرو څخه د چيني مشتريانو د مصرف تمايل او ځانګړتياوې څرګندې شوې دي. د ۲۰۰۹ کال په همدې ورځ په انلاين ډګرونو کې د معاملو ارزښت ۵۲ مليونه يوانه و، سږ کال د نومبر د لسمې نېټې د شپې تر دوولسو بجو وروسته يوازې په ۲۱ ثانيو کې دغه رقم له يو مليارډو يوانو څخه اوښتی دی. د الي بابا شرکت يو مسئول وويل، د نومبر د يوولسمې نېټې د اخيستنې ورځ لکه په ژمۍ کې يو اور دی چې د مشتريانو شوق او زوق د رامنځته کېدو لامل دی او له دې څخه هم د چين د اقتصاد قوي ځواک او د مشتريانو پوره باور ښکاري. د چين د دولتي شورا د اقتصادي پرمختګ د څېړنيز مرکز د نوي اقتصاد د څېړنيزې ادارې مدير جو مين وويل، له لسو کلونو راهيسې د مصرفي شمېرو له بدلون څخه ښکاري چې د چيني مشتريانو د مصرف توان په پر له پسې توګه لوړ شوی دی. هغه وويل

(( له دغو شمېرو څخه ښکاري چې له لسو کلونو راهيسې د چيني مشتريانو د مصرف کچه په څرګنده توګه لوړه شوې ده. په همدې حال کې د چين حکومت د اقتصاد د لوړ کيفيت پرمختګ او د خلکو د لوړ کيفيت ژوند هڅوي، د الي بابا د تمال ډګر له دغو شمېرو څخه د خلکو د اړتياوو بدلون ښکاري چې يوه خوا، مصرف د ملي اقتصاد په پرمختګ کې لا ډېر رول لوبوي. بله خوا، د مشتريانو د مصرف ځانګړتيا د شتمنۍ له څرګندولو او د لوکسو توکو له اخيستلو څخه د توکو کيفيت ته په ډېره پاملرنه کولو بدل شوې. ))

برسيره پر دې، ښه کيفيت لرونکي وارداتي توکي هم د مشتريانو لخوا د هر کلي وړ شوي. د چين د سوداګرۍ وزارت څېړونکي جو مي وويل، په تېرو لسو کلونو کې د انلاين سوداګرۍ ډګرونو ډېر زيات وارداتي توکي منلي چې مشتريانو ته د انتخاب لا زياتو فرصتونو د برابرولو په عين وخت کې تر يوې اندازې پورې يې د سوداګرو ترمنځ اغېزمنه سيالي هم هڅولې او د مصرف د عرضې سرچينو کچې لوړول يې هم پرمخ بيولي.

ښاغلي جو مي وويل، د مصرف له شمېرو څخه ښکاري چې اوس د چين او پرمختللو بازارونو ترمنځ سوداګريز تګ راتګ ډېر زيات دی. هغه وړانديز وکړ چې د انلاين سوداګرۍ ډګرونه د معاملو لارې لا پراخې کړي او چيني مصرفوونکو ته يې ډېر زيات انتخابات ورکړي. هغه وويل

((دا يو واقعيت دی چې اوس نړيواله سوداګرۍ زياتره په پرمختللو بازارونو کې ليدل کېږي. د پرمختللو هېوادونو بازارونه لا هم ډېر مهم بازارونه دي، په عين وخت کې د نورو سيمو بازارونه ستر پټ توان لري، نو موږ بايد په راتلونکې کې په دغو دواړو برخو کې کوښښونه ترسره کړو. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای