CRI Online

د نوې پاپواګينې صدراعظم پيتير ونيل: نوې پاپواګينه هيله لري چې له چين سره يو ځای د جنوبي اسيا ارام سمندر سيمې د پرمختيا له فرصتونو څخه ګټه واخلي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-13 15:33:22

له دې نه مخکې چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ به له نوي پاپواګينې څخه ليدنه وکړي او د ايپيک په شپږويشتمه غير رسمي سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي، د پاپواګينې صدراعظم پيتير ونيل وويل چې د چين له ملاتړ پرته، نوې پاپواګينه داسې چټکه پرمختيا نه شي کولی او په سالمه توګه د ايپيک غونډه نه شي چمتو کولی. هغه هيله لري چې د موريسبي په بندر کې د چين د دولت رئيس شي چين پينګ هرکلی وکړي او دواړه هېوادونه به په ګډه د جنوبي اسيا او ارام سمندر د پرمختيا نوي فرصتونه شريک کړي.

پاپواګينه د اسيا او ارام سمندر په ټاپوګانو کې تر ټولو لوی مساحت او زيات نفوس لري چې پکې شتمنې طبيعي سرچينې او د پرمختيا ستر پټ توان شته دي. د چين او د نوې پاپواګينې تر منځ د سياسي اړيکو د جوړيدو له دوه څلوېښتو کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو اړيکې په ثابته توګه ټينګې شوې دي. د دغه هېواد د پخوانيو دورو حکومتونو عموما له چين سره دوستۍ اړيکې ساتلې او د يو چين پر تګلارې يې ټينګار کړی دی. چين د دغه هېواد په هکله د ګټو او اړيکو په برخه کې ښې نظريې او صميمي رويه غوره لري چې د دغه هېواد اعتماد يې تر لاسه کړی دی. پيتير ونيل وويل چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ زموږ ښه دوست دی او زموږ د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې له هوساينې او دوستۍ نه ډکې دي. نوې پاپواګينه له چين سره دوستانه اړيکو ته په درنه سترګه ګوري. رئيس شي جين پينګ يو غښتلی مشر او د چين حتی د ټولې نړۍ لپاره يو مسئولانه مشر هم دی.

پيتير ونيل وويل چې نوې پاپواګينه په نړۍ کې د چين اغيزې او مقام ته ډېره پاملرنه کوي او هيله لري چې له چين سره يو ځای په جنوبي اسيا او ارام سمندر سيمه کې د پرمختيا فرصتونه ونيسي. دا به د دغه هېواد او د دې سيمې د هېوادونو پرمختيا ته لا زيات فرصتونه برابر کړي. هغه وويل چې د جنوبي اسيا او ارام سمندر سيمې د پر له پسي پرمختيا په حال کې دي او د چين او د دغې سيمې تر منځ اړيکې په ثابته توګه ټينګې شوې دي. زموږ په نظر چين په دې سيمه کې ستر اهميت لري، نو دلته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ سفر ډېر مهم دی. دغه سيمه د اقليمي بدلون او د سمندري سطحې د لوړوالي په شمول زياتو مسئلو سره مخامخ ده. موږ ټول هيله لرو چې د دغو مسئلو په هکله د رئيس شي چين پينګ نظريې واورو.

چين د نوې پاپواګينې درېيم لوی سوداګريز همکار دی او نوې يايواګينه د ټايوګانو په سيمه کې د اقتصاد او تجارت او پانګونو په چارو کې د چين تر ټولو لوی همکاريز هېواد دی او چين ته مهم انرژۍ برابروونکی هېواد هم دی. د جنوبي اسيا او ارام سمندر د ټاپوګانو په هېوادونو کې نوې پاپواګينه لومړی د يو کمربند او يوې لارې په اړه له چين سره همکاريز تړون لاسليک کړ. پيتير ونيل وويل چې نوې پاپواګينه د يو کمربند او يوې لارې پر وړانديز ټينګار کوي. اوس د چين پرمختيا د ستاينې وړ ده. زما په نظر زيات هېوادونه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا د يو کمربند او يوې لارې له وړانديز څخه ګټې اخيستې او اخلي يې. نوې پاپواګينه پرمختيايي هېواد دی، نو دغه ستر وړانديز د پانګونو او د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ په چارو کې موږ ته نوې لاره رسولې ده او زموږ په هېواد کې د خلکو د ژوند سويه هم تر پلان لوړه شوې ده.

کله چې پيتير ونيل د ۲۰۱۶کال په جولای کې له چين څخه ليدنه وکړه، د چين دولت رئيس شي جين پينګ ويلي وو چې د ۲۰۱۸ کال د نوې پاپواګينې د ايپيک په غير رسمي سرمشريزه غونډه کې به ګډون وکړي. له دې وروسته چين په نوې پاپواګينې کې د دغې غونډې د تياريانو په چارو کې مرسته او زيات ملاتړ کوونکي کارونه تر سره کړي دي. پيتير ونيل وويل (اواز)

موږ د چين له مرستو څخه ډېره مننه کوو چې که د چين مرستې نه وای، موږ به د ايپيک سازمان د غونډې تر سره کولو په ترڅ کې له ستونزو سره مخامخ وو. په رښتينې توګه موږ د چين ستر ملاتړ کتلی او موږ هيله لرو چې له چين سره لا زياتې همکارۍ وکړو. د دغې غونډې تر سره کول به زموږ دواړو هېوادونو د سوداګريزو همکاريو لپاره زيات فرصتونه برابر کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای