CRI Online

د اسيا او ارام سمندر سيمې د فضايي همکاريز سازمان د۲۰۳۰ کال لپاره د راتلونکي پرمختګ په هکله سند خپور شو

cri     (GMT+08:00) 2018-11-15 15:57:16

په نړۍ کې د حکومتونو ترمنځ د سيمه ييزې فضايي همکارۍ دوهم سازمان يعنې د اسيا او ارام سمندر سيمې فضايي همکاريز سازمان چې مقر يې په بېجينګ کې دی،د نومبر په څوارلسمه نېټه په دې ښار کې د ياد سازمان د جوړېدو د لسمي کاليزې د نمانځنې لپاره د لوړې کچې فورم تر سره کړ چې عمده موضوع يې د فضايي او هوانوردۍ همکارۍ له لارې د انسانانو د ګډې برخليک ټولنې ابادول دي.برخوالو په دې فورم کې د پرمختيايي هېوادونو له خوا د فضايي تخنيکونو او د سپوږمکيو شمېرنو د تر لاسه کولو او د فضايي همکارۍ او استعدادلرونکو کسانو د روزلو له لارې د دغو هېوادونو د توان پياوړتيا په باب بحثونه وکړل او د ۲۰۳۰کال لپاره يې د اسيا او ارام سمندر سيمې د فضايي همکاريز سازمان د راتلونکي پرمختګ په هکله سند خپور کړ تر څو په فضايي او هوانوردي برخه کې نړيوالې همکارۍ پياوړې شي.

ياد سازمان چې په ۲۰۰۸ کال کې جوړ شوی و، په اسيا او ارام سمندر سيمه کې د حکومتونو ترمنځ هغه نړيوال سازمان دی چې په نړيوالو قوانينو کې خپلواک مقام لري ، او په نړۍ کې تر اروپايي فضايي ادارې وروسته د حکومتونو ترمنځ د سيمه ييزې فضايي همکارۍ دوهم سازمان هم دی. دغه سازمان د جوړېدو له لسو کلونو راهيسې د شمېرنو شبکې د شريکولو او د ناورينو د څارنې شبکې په شمول د همکارۍ شبکو د شپږو پروژو د ابادۍ لپاره ګډې هڅې کړې او په اسيا او ارام سمندر سيمه کې د څو ډولو سرچينو د ګډو شريکولو لپاره يې زمينه برابره کړې ده. دغه راز دوی په فضايي او هوانوردي برخه کې د علمي، تخنيکي او اداري کارکوونکو لپاره د اړوندو تخنيکونو، تګلارو، د قانوني پوهنې د شريکولو ډګر هم جوړ کړی دی.د دې سازمان د ستراتيژيک پلان او د پروژو ادارې د څانګې مشر مانوپ اورپيماې وويل(اواز........)دلته له کوربه هېواد چين څخه ډېره مننه کوم.ځکه چې چين زمونږ پروژو ته ډېرې سرچينې برابرې کړې د بېلګي په توګه چين د هغو کوچنيو سپوږمکيو شبکې د جوړېدو په برخه کې چې څو ګډې دندې لري، زمونږ د سازمان ټولو غړو هېوادونو ته د سپوږمکيو شمېرنې ور کړې دي . اوس مهال زمونږ نور غړي هېوادونه په دې برخه کې سرچينې هم لري د مثال په توګه تايلنډ، پيرو، پاکستان او ترکيه .په تېره بيا تايلنډ او پاکستان هيله وښودله چې د سپوږمکيو په تړاو خپلې سرچينې له نورو غړو هېوادونو سره شريکې کړي.

د معلوماتو له مخې په تېرو لسو کلونو کې چين د ياد سازمان د يوه جوړونکي او کوربه هېواد په توګه دا وړانديز وکړ چې له نورو غړو هېوادونو سره يو ځای د يو کمربند او يوې لارې په تړاو فضايي معلوماتي دهليز جوړ کړي، په ګډه د فضايي او هوانوردي بنسټونو توان ،د چټک غبرګون توان او متقابل ارتباطي توان پياوړی کړي.د چين د فضايي او هوانوردۍ ادارې مشر او د ياد سازمان غړي جانګ که جيان وويل(اواز........) چين د اسيا او ارام سمندر سيمې د فضايي همکاريز سازمان د يوه جوړونکي او کوربه هېواد په توګه تر خپلې وسې پورې د دې سازمان له پرمختګ او د سيمې له ګډې سمسورتيا څخه ملاتړ کوي. په تېرو لسو کلونو کې چين دغه سازمان ته د سپوږمکيو دوه لکه او شل زره عکسونه ور کړي چې له دې جملې څخه شاوخوا اته زره عکسونه د غړو هېوادونو له خوا کارول شوي او په دې سره يې په اسيا او ارام سمندر سيمه کې د علمي او تخنيکي څېړنې،د ناورينونو د څارنو او کنترول توان په اغيزمنه توګه لوړ شوي دي.

هغه زياته کړه چې چين تمه لري چې له بېلا بېلو غړو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره د اړوندو شمېرنو پر کارولو او د استعدادلرونکو کسانو پر روزلو باندې ټينګار وکړي او د دې سازمان د سالم پرمختګ او د سيمې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د پرمخ بيولو لپاره خپل خدمتونه وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای