CRI Online

د اسيا او ارام سمندر سيمې هېوادونه په راتلونکي کال کې د ازادې سوداګرۍ تر ټولو لوی نړيوال موافقه ليک د لاسليک کېدو لپاره کوښښ کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-15 19:29:33

يو کال دمخه د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې د لسو غړو هېوادونو،چين ،د کوريا جمهوريت،جاپان،استراليا،نوي زيلنډ او هند مشرانو په مانيلا کې د سيمه ييزو هراړخيزو اقتصادي همکاريزو اړيکو موافقه ليک په اړه يعنې د RCEP مشرانو لومړۍ غونډه تر سره کړه او يوه ګډه اعلاميه يې خپره کړه.تر يو کال وروسته د يادو شپاړسو هېوادونو مشرانو په روانې اوونۍ کې په سينګاپور کې د مشرانو په دوهمه غونډه کې دا ګډ نظر تر لاسه کړ چې د ياد موافقه ليک په اړه خبرو اترو واقعي پرمختګونه تر لاسه کړي او وروستي پړاو ته ننوتلي دي.بېلا بېلې خواوې هڅه کوي ترڅو په ۲۰۱۹ کال کې د RCEP خبرې اترې بشپړې شي.له دې څخه څرګندېږي چې په نړۍ کې د ازادې سوداګرې تر ټولو لوی نړيوال موافقه ليک ښايي په راتلونکي کال کې د اسيا او ارام سمندر سيمې د هېوادونو له خوا لاسليک شي.

د چين صدراعظم لي که چيانګ وويل چې په تېر کال کې د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې په مشرۍ د يادې ټولنې د نوبتي رئيسه هېواد سينګاپور د هڅو له امله دRCEP خبرو اترو واقعي پرمختګونه تر لاسه کړي چې د خبرو اترو د بشپړولو انډول د تېر کال له ۵۰ سلنې څخه د روان کال ۸۰ سلنې ته لوړ شوی دی.

دا کار ستونزمن دی چې دRCEP خبرو اترو دومره مهم پرمختګونه تر لاسه کړي دي.د ۲۰۱۲ کال په نومبر کې د يادې ټولنې په ۲۱مه سرمشريزه غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو مشرانو د RCEP چوکاټي تړون لاسليک کړ او د خبرو اترو د پيل اعلان يې وکړ.په تېرو شپږو مياشتو کې دRCEP بېلا بېلو خواوو د خبرو اترو وروستی مهال وېش يو ځل بيا ځنډولی و ، په عين وخت کې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ واتن هم ګام په ګام کم شوی او د پرانيستي بازار جوړونې او د ګمرکي مالياتو د کمولو اراده يې پياوړې شوې ده.

د ګډون کوونکو هېوادونو مشرانو پرېکړه وکړه چې په ۲۰۱۹ کال کې به دRCEP وروستۍ خبرې اترې تر سره شي او دوی خپلې سياسي اندېښنې هم لري.په راتلونکي پسرلۍ کې به د هند د استازو جرګې ټاکنې تر سره شي.که له دې مخکې د ازادې سوداګرۍ موافقه ليک لاسليک شي،نو کيدای شي دا د ټاکنو موضوع پورې اړوند وي او د ناوړه اغېزو لپاره زيان منونکی وي.بر سېره پر دې،راتلونکی کال به د تايلنډ،اندونيزيا او استراليا لپاره هم دټاکنو کال وي. دغه راز دا د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو باور دی چې په ۲۰۱۹ کال کې وروستۍ خبرې اترې تر سره کړي،ځکه د هغوی ګډه هيله او غوښتنه ده.

اوس په نړۍ کې د نړيوال کېدو پرضد د يو اړخيزم او د سوداګرۍ ساتونکې غوښتنې له پراخېدو سره سره دRCEP وروستۍ خبرې اترې ستر اهميت لري.

لومړۍ، RCEP به ۳ مليارډو او ۵۰۰ مليونو ځايي وګړو ته ګټه ورسوي،دغه نفوس په نړۍ کې نيمه برخه نيسي. دوهم،له RCEP څخه د پرمختيايي هېوادونو ټينګ هوډ ښکارېږي.درېيم، RCEP به د نړيوال اقتصاد لپاره د اسيا مرسته برابره کړي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای