CRI Online

د روان کال په لومړيو لسو مياشتو کې د چين له خوا راجلب شوې بهرنۍ پانګونې په ثابت ډول زياتې شوې دي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-16 16:07:56

د چين رسمي سرچينو د نومبر په ۱۵مه نېټه يوه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې د روان کال له جنوري څخه تر اکتوبر پورې د چين له خوا کارول شوې بهرنۍ پانګونې يوسل اووه مليارډه او شپږ سوه شپېته مليونو امريکايي ډالرو ته رسيدلې چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شپږ اعشاريه پنځه زيات شوی دی.په نورو هېوادونو کې له پولي چارو پرته نورو چارو کې د چيني تصديو مستقيمې پانګونې نهه اتيا مليارډه پنځه سوه اويا مليونه امريکايي ډالرو ته رسيدلې چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې درې اعشاريه اته زيات شوی دی. د چين د سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي وياند ګاو فنګ وويل چې د روان کال په لومړيو لسو مياشتو کې د چين له خوا کارول شوې بهرنۍ پانګونې په ثابت ډول زياتې شوې دي او په نورو هېوادونو کې د چيني تصديو پانګونې ډېرې شوې او اړوندې همکارۍ هم پياوړی شوې دي .

د اړوندې شمېرنې له مخې د روان کال په لومړيو لسو مياشتو کې د چين د عصري تخنيکونو چارو په تېره بيا د عصري تخنيکونو د توليد په چارو کې اچول شوې بهرنۍ پانګې په پر له پسې توګه زياتې شوې دي .د روان کال له جنوري څخه تر اکتوبر پورې د توليداتو په چارو کې کارول شوې بهرنۍ پانګې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۲ اعشاريه ۴ ډېرې شوې او د عصري تخنيکونو د توليد په چارو کې استعمال شوې بهرنې پانګې درې اويا مليارډه او اووه سوه اتيا مليونه يوانو ته رسيدلې چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې دېرش زيات شوی دی. ياد وياند ګاو فنګ وويل له دې جملې څخه د الکترونکي او مخابراتي تجهيزاتو ،د طبي تجهيزاتو او ماشينونو،د کمپيوټرونواو اداري تجهيراتود جوړولو په چارو کې استعمال شوې بهرنۍ پانګې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه څلوردېرش اعشاريه درې سلنه، يوسل درې پنځوس اعشاريه څلور سلنه او يوسل دېرش اعشاريه يو سلنه زياتې شوې دي.

د يوې شمېرنې له مخې د چين په لويديځ کې د راجلب شويو بهرنيو پانګونو د زياتوالي انډول ډېر شوی او د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شپاړلس اعشاريه اته زيات شوی دی.په دې برخه کې د چين د ازادې سوداګرۍ ازمويښتي سيمو هم مخکښ مقام نيولی دی.په دغو سيمو کې د جوړ شويو نويو تصديو شمېر اووه زره اته سوه دی چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله څلوېښت سلنه زيات شوی دی. د دې ترڅنګ د يادو سيمو له خوا راجلب شوې بهرنۍ پانګې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې لس اعشاريه پنځه ډېرې شوې دي. له دې جملې څخه په تيان جين ښار او فوجيان ولايت کې د ازادې سوداګرۍ د ازمويښتي سيمو له خوا استعمال شوې بهرنۍ پانګې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه په سلو کې نهه وېشت اعشاريه پنځه سلنه او يوسل شپږ دېرش اعشاريه دوه سلنه زياتې شوې دي.

د دې ترڅنګ په نورو هېوادونو کې د پانګونې او همکارۍ په برخه کې چيني پانګوالو د ۱۵۵ هېوادونو او سيمو په تصديو او شرکتونو کې له پولي چارو پرته د نورو چارو په تړاو پانګه اچولې چې له دې جملې څخه د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو لپاره د پانګونو د زياتوالي انډول ډېر لوړ شوی دی. نوموړي وويل  چيني تصديو د روان کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر پورې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې په پرتو ۵۵ هېوادونو کې نوې پانګه اچولې چې ارزښت يې يوولس مليارډه او نهه سوه مليونه امريکايي ډالرو ته رسيدلی چې دغه رقم يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شپږ اعشاريه څلور زيات شوی دی.دغه راز د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې په پرتو هېوادونو کې په ټېکه د اخيستل شويو نويو قراردادونو ارزښت اتيا مليارډه او نهه سوه لس مليونه امريکايي ډالرو ته رسيدلی چې دغه اندازه په همدې موده کې د قراردادونو د عمومي ارزښت په سلو کې اته څلوېښت اعشاريه يوه برخه نيولې ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای