CRI Online

د اسيا او ارام سندر سيمې د پرمختيايي لارې په تقاطع کې د چين پلان لوری په نښه کړی

cri     (GMT+08:00) 2018-11-17 20:16:11

(( موږ په يوه بېړۍ کې يو))، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۷مه نېټه په پاپوا نوې ګينه کې د اېپيک د صنعت او سوداګرۍ په سرمشريزه غونډه کې د خپلې وينا په پيل کې د ګډ برخليک ټولنې د يادولو په وخت کې داسې ويلي وو. د نژدې ۴۰ دقيقو په وينا کې ، شي جين پينګ د ښکلې راتلونکې لپاره د ګډو هڅو تر عنوان لاندې د سلو کالونو راهيسې بې ساري نړيوال بدلونونه څرګند کړل او د ورخلاصون، پرمختګ، جامعيت، نوښت او مقرراتو تر لارښوونه لاندې پنځه فقره ييز وړانديز وکړ چې د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي ځواکونو لپاره يې د نړيوال اقتصاد د پرمختيايي لوري او د نړيوالې ادارې د اغېزمنو مفکورو د موندلو په اړه د چين پلان برابر کړی.

شي جين پينګ په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې د يو کمربند او يوې لارې ګډې ابادۍ پرانيستی همکاريز ډګر دی، چين به په پر له پسې توګه تر زياتې اندازې بازارونو ته د ننوتنې محدوديت ټيټ او اسانه کړي، د پوهنې ملکيت حق ساتنه به پياوړې کړي او په ابتکاري ډول به واردات زيات کړي. هغه د اسيا او ارام سمندرسيمې د صنعتي او سوداګريزو برخو هرکلی څرګند کړ چې په راتلونکي کال کې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ دوهمې دورې په سرمشريز فورم او د چين په دوهم نړيوال وارداتي نندارتون کې ګډون وکړي. دغه ډګرونه د اسيا او ارام سمندر سيمې د همکارۍ او اقتصادي پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواک برابرولی شي او ډېر مهم ارزښت لري.

اوسمهال د ساتنې غوښتنې او يو اړخيزم تر سيوري لاندې د نړيوال اقتصادي پرمختګ زيات ناثابت عوامل شتون لري، خو د اقتصاد نړيوال کېدل لا هم پرمخ روان دي. په داسې حالت کې، په پاپوا نوې ګينه کې د اېپينک د سوداګريز مصلحت کنسل د نوبتي مشر ډاويد توا په اند، د رئيس شي جين پينګ وينا د بېلا بېلو اقتصادي ځواکونو ګډې نظريې ښکارې کړې. د اسيا او ارام سمندر سيمې د پرمختيايي لارې په تقاطع کې، د جنوبي ارام سمندر له غاړې څخه راغلي ګرم باد به د ساتونکې غوښتنې او د يو اړخيزم غبار لېرې او پاک کړي، او د دې سيمې د ورخلاصون او همکارۍ راتلونکې به روښانه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای