د اېپيک د مشرانو ۲۶مه غير رسمي غونډه د يکشنبې په ورځ په پاپوا نوې ګينه کې پای ته ورسيده. په ۲ ورځنۍ غونډه کې ګډونوالو د پيوستون د پياوړتيا، د اسيا او ارام سمندر سيمې د ازادې سوداګريزې سيمې د ابادۍ. ډيجيټلي اقتصاد او د بوګور تر موخې وروسته د پلان په اړه زياتو برخو کې ګډې نظريې او مهم پرمختګ يې تر لاسه کړ او له ازادې سوداګرۍ، څو اړخيز سوداګريز نظام او د اقتصاد د نړيوال کېدلو څخه د ملاتړ او ساتنې مثبته اشاره يې صادره کړه.
د پام وړ خبر دا دی چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا بيان شوی د ورخلاصون، پرمختګ، جامعيت، نوښت او مقرراتو تر لارښوونې لاندې پنځه فقره ييز وړانديز د غونډې د پراخو برخوالو خواوو ترمنځ په پراخه توګه ومنل شو. د چين دغه طرحه به د اسيا او ارام سمندر سيمې راتلونکې همکارۍ ته ۳ خوځنده ځواکونه ورسوي.
لومړی، ورخلاصون د اسيا او ارام سمندر سيمې راتلونکې سرچينه ده.
دوهم، نوښت د اسيا او ارام سمندر سيمې د همکارۍ کيلي ده.
درېيم، جامعيت د اسيا او ارام سمندر سيمې د پرمختګ لپاره ضرورت دی.
په پاپوا نوې ګينه کې د اېپيک سرمشريزه غونډه پای ته رسيدلې، د اسيا او ارام سمندر سيمې د پرمختګ لويه بېړۍ يو ځل بيا په نوي سفر پيل کړی، د بوګور تر موخې وروسته د پلان ټاکنه به وروستی هدف وي. په دې هکله چين وړانديز کړی چې د سالم سفر لپاره دې په اقتصادي برخه کې د لوړې کچې ازادې سوداګريزې سيمې، هراړخيز پيوستون او جامع ډيجيټلي اقتصاد ته پرمختګ ورکړي. يوازې بېلا بېل اقتصادونه د ورخلاصون، نوښت او جامعيت پر افکارو ټينګار وکړي، د اسيا او ارام سمندر سيمې دغه لويه بېړۍ به د ښې راتلونکې په لوري حرکت وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |