CRI Online

د فليپين مشهور سياسي مبصر: د فليپين بېلابېلې ټولنې له دغې هېواد څخه د رئيس شي جين پينګ رسمي ليدنې ته سترګې په لار دي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-20 15:57:09

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د نومبر له ۲۰ مې تر ۲۱ مې نېټې پورې په لومړي ځل له فليپين څخه رسمي ليدنه وکړي. دا به له ۱۳ کلونو وروسته فليپين ته د چين د مشرانو لومړۍ ليدنه وي. د فليپين مشهور مبصر او د فليپين د بريکس څېړنيزې ټولنې بنسټګر هرمان لاوريل د چين له رسنيز ګروپ سره د مرکې پر مهال وويل، ډېره موده کيږي چې فليپينيان د رئيس شي جين پينګ سفر ته سترګې په لار دي، د دغه سفر لاسته راوړنې د انتظار وړ دي.

لاوريل وويل، د فليپين ولسمشر رودريګو دوتريتي د ۲۰۱۶ کال په اکتوبر کې له چين څخه د رسمي ليدنې پر مهال رئيس شي جين پينګ ته له فليپين څخه د ليدنې بلنه ورکړې وه. له دې نه دوه کلونه تېره شول، رئيس شي جين پينګ به بالاخره فليپين ته راشي.

((رئيس شي جين پينګ د خپل روان سفر په موده کې لومړی پاپوا نوې ګينه او بروني ته ولاړ او بيا فليپين ته راځي او سفر يې ډېر مصروف معلوميږي. زما په اند له همدغه مصروف سفر څخه يو داسې پيغام ښکاري چې چين موږ درېواړو هېوادونو ته پاملرنه او راسره مرسته کوي، دغه راز د يو لوی هېواد په توګه د چين مسئولانه رويه هم ورڅخه څرګنديږي.))

د لاوريل په نظر، د ۲۰۱۶ کال په جون کې واک ته د ولسمشر دوتريتي له رسېدو راهيسې ، د فليپين او چين ترمنځ اړيکې په ښه توګه روانې دي، نو په دغه حال کې د رئيس شي جين پينګ سفر ډېر مهم ښکاري. لاوريل پدې اړه وويل:

((زما په اند، په دې وروستيو دوو نيمو کلونو کې د فليپين او چين ترمنځ د اړيکو پر وړاندې تر ټولو لويه ننګونه دا ده چې د دواړو هېوادونو د اړيکو د خرابولو لپاره ځيني جعلي او بې بنسټه خبرونه لاهم په پرله پسې ډول رامنځته شوي. فليپين ته د رئيس شي جين پينګ روان سفر به زيات ښه خبرونه راوړي او له فليپين سره به د چين دوستي ښکاره کړي چې پدې سره به د دواړو هېوادونو پر اړيکو د ځينو فليپينيانو شکونه لرې شي. بل لوري ته ولسمشر دوتريتي هم له چيني مقاماتو سره ښې اړيکې لري، د ولسمشر دوتريتي او رئيس شي جين پينګ ترمنځ خبرې اترې به د دواړو هېوادونو د اړيکو د ښه والي او متقابل پوهاوي لپاره ډېرې ګټورې تمامې شي او اړوند ناسم خبرونه به هم ورسره رسوا او له منځه ولاړ شي.))

لاوريل وويل، نړيواله ټولنه لاپسې د چين د هغو تګلارو هرکلی کوي، مثلاً خپل اصلاحات يې ژور کړي، ورخلاصون يې پراخ کړی او"د يو کمربند او يوې لارې" وړانديز يې کړی څو له نړۍ سره د خپلې ودې فرصتونه شريک کړي.هيله ده چې فليپين د رئيس شي جين پينګ د روان سفر له فرصت څخه ښه ګټه واخلي او په لافعاله توګه له چين سره د ګډ پرمختګ په بهير کې ګډون وکړي.

((موږ ته تر ټولو ښه وخت رارسيدلی چې د چين لخوا برابر شوي فرصتونه ونيسو. فليپين دې چين ته خپل ځان په ښه توګه معرفي کړي او خپل کرنيز توليدات دې ورته وښيي. ما فليپيني رسنيو ته هغه بېلګه ويلې وه چې چين هر کال لسګونه زره ټنه اوکادوس (avocados يو ډول مېوه ) واردوي، په عمده توګه له مکسيکو او چيلي څخه، خو دغه هېوادونه له چين څخه ډېر لرې دي. فليپين د اوکادوس له مهمو توليدونکو هېوادونو څخه دی، ولې موږ چين ته خپل ځان معرفي نه کړو؟ دا به د چين لپاره هم ګټور فرصت وي.))

لاوريل همداراز زياته کړه چې د فليپين د سرچينې په قول فليپين ته د رئيس شي جين پينګ د روان سفر په موده کې به دواړه هېوادونه يولړ همکاريز تړونه لاسليک کړي او پکې ښايي د بنسټيزو تأسيساتو د هغې پروژې په اړه قرارداد هم شامل وي چې ارزښت به يې د دواړو هېوادونو په تاريخ کې تر ټولو زيات وي. هغه د نورو فليپينيانو په شان د دغه سفر د ډول ډول لاسته راوړنو خپرېدو ته ډېرې سترګې په لار دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای