CRI Online

وانګ يي: د رئيس شي جين پينګ تازه سفر د ورپرانيستې او همکارۍ په برخه کې نوي تمايل ښودلی او د ګډ پرمختګ نوی بهير يې پيل کړی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-11-22 16:23:28
وانګ يي: د رئيس شي جين پينګ تازه سفر د ورپرانيستې او همکارۍ په برخه کې نوي تمايل ښودلی او د ګډ پرمختګ نوی بهير يې پيل کړی دی

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر له پنځلسمې نېټې څخه تر يوويشتمې نېټې پورې د اپيک سازمان د مشرانو په ۲۶مه غيررسمي غونډه کې ګډون وکړ او له پاپوا نوې ګينې، بروني او فليپين څخه يې ليدنې وکړې او په پاپوا نوې ګينه کې يې د ارام سمندر د هغو ټاپووګانو هېوادونو له مشرانو سره وکتل چې له چين سره يې ديپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې دي.

د رئيس شي جين پينګ د دې سفر د پای ته رسېدو په وخت کې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي هغو خبريالانو ته چې له رئيس شي جين پينګ سره يې په دغه سفر کې ملګرتيا کوله، وويل چې د رئيس شي جين پينګ دغه سفر د ورخلاصون ټينګولو، د ښه ګاونډيتوب د ساتلو او د چين د پرمختګ ګټور فرصت د شريکولو په شمول څلورو برخو کې برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

د نومبر په پنځلسمه نېټه شي جين پينګ مورسي بندر ته ورسېد او له پاپوا نوې ګينې څخه يې لومړۍ رسمي ليدنه پيل کړه. په عين وخت کې رئيس شي په دې هېواد کې د ارام سمندر د هغو ټاپوګانو هېوادونو له مشرانو سره وکتل چې له چين سره يې ديپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې دي. ټولو خواوو موافقه وکړه چې خپلمنځي اړيکې به د متقابل درناوي او ګډ پرمختګ پر بنسټ هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو ته لوړې کړي.

وانګ يي په دې اړه وويل:

((ځيني کسان وايي، دا ډېر کوچني هېوادونه دي، ولې چين ورته دومره پاملرنه کوي؟ خو زموږ په اند، دا پروا نه لري چې هېواد لوی دی که کوچنی دی، دوی مساوي مقام لري، دا د چين د ډيپلوماتيکو تګلارو دود ښکاره کوي. برسيره پر دې، د چين او دغو ټاپووګانو هېوادونو ترمنځ همکاريزو اړيکو په ټينګېدو سره دغې سيمې ته د نورو لويو هېوادونو پاملرنې هم وراوړېدلي، اوس نور لوی هېوادونو هم په دغو هېوادونو کې زياتې پانګونې کوي. ويل کېږي چې د چين او دغو ټاپووګانو هېوادونو ترمنځ د همکاريزو اړيکو له امله نه يوازې د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې ټينګې شوي، بلکې دغو هېوادونو لا زياتې بهرنې سرچينې او پانګونې تر لاسه کړې دي. ))

د رئيس شي جين پينګ د دغه سفر په ترڅ کې چين له دغو ټاپووګانو هېوادونو سره د يو کمربند او يوې لارې د ګډې جوړونې همکاريز تړون لاسليک کړ. برسيره پر دې، رئيس شي د دغو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ د هڅولو په اړه د چين يو لړ پلانونه اعلان کړل او ټولو خواوو کابو شپېته همکاريز تړونونه لاسليک کړل.

د نومبر په اوولسمه او اتلسمه نېټه رئيس شي جين پينګ په پاپوا نوې ګينه کې د اپېک د مشرانو په ۲۶ غيررسمي غونډه کې ګډون وکړ او په خپله وينا کې يې له اپېک سازمان څخه غوښتنه وکړه چې بايد د سيمه ييز اقتصاد سره د يو ځای کېدو بهير او د اسيا او ارام سمندر سيمې د ازادې تجارتي سيمې جوړونه پرمخبوزي او د تجارت څواړخيز ميکانيزم دې وساتي. د رئيس شي دغې وينا د غونډې د برخه والو پراخ ملاتړ تر لاسه کړ. وانګ يي په دې اړه وويل

((د اپېک سازمان دغه غونډه د انساني ټولنې په يوه حساسه مرحله کې ترسره شوې، رئيس شي جين پينګ د چين په استازيتوب د پرمختګ د راتلونکي ګام او له اوسنيو نړيوالو ننګونو سره د مقابلې په اړه د چين وړانديز وړاندې کړ او د چين ځيرکتيا يې برابر کړې ده. د رئيس شي دغه وينا نه يوازې د اپېک د دې غونډې د ښه ترسره کېدو، بلکې د اسيا او ارام سمندر سيمې د يو ځای کېدو د هڅولو لپاره هم ستر اهميت لري. ))

وانګ يي وويل، د دغې غونډې برخوالو د بېجينګ غونډې په شمول د اپېک د تېرو غونډو د ګډو نظريو د تطبيق پر بنسټ د ډيجيټلي اقتصاد د پرمختګ، ټوليز پرمختګ د عملي کېدو او تر ۲۰۲۰ کال وروسته د همکارۍ د راتلونکي پلان د ټاکلېدو په شمول ځينو برخو کې نوې پرمختيا موندلې او د اسيا او ارام سمندر سيمه ييزه همکارۍ يې لا ژوره کړې ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای