CRI Online

له ارجنټاين څخه د رئيس شي جين پينګ ليدنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو اړيکو د لاپرمختګ لپاره ګټوره وي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-27 15:14:09

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د روانې مياشتې په پای کې له ارجنټاين څخه رسمي ليدنه وکړي او هلته به د شلو هېوادونو ډلو په ديارلسمه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي.د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير جورګ فوري په دې وروستيو ورځو کې زموږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې رئيس شي جين پينګ به يو ځل بيا له ارجنټاين څخه ليدنه وکړي چې دا به په بېلا بېلو ساحو کې دوه اړخيزې همکارۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د اړيکو پرمختګ لپاره ګټوره وي.

د ۲۰۱۴ کال په جولای کې رئيس شي جين پينګ لومړی ځل له دې هېواد څخه ليدنه کړې وه چې له امله يې دوه اړخيزې اړيکې د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو پر اړيکو بدلې شوې دي.د ۲۰۱۵ کال په پای کې د ارجنټاين د نوي حکومت د وامنېدو راهيسې رئيس شي جين پينګ څلور ځلې د دې هېواد له ولسمشر موريسيو ماکري سره ملاقاتونه کړي دي او څو ځلې يې يو بل ته د پيغامونو په استولو سره د دوه اړخيزو چارو او د ګډې علاقې وړ نړيوالو سيمه ييزو مسئلو په باب د نظريو تبادلې کړې دي.د دواړو هېوادونو د مشرانو تر ګډې لارښوونې لاندې د چين او ارجنټاين ترمنځ سياسي متقابل باور په پر له پسې توګه پياوړی شوی او په بېلا بېلو ساحو کې يې ډېرې همکاريزې لاسته راوړنې درلودلې دي. فوري وويل د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو اړيکو په جوړېدو سره ارجنټاين له چين سره د اړيکو پرمختګ ته په ډېره درنه سترګه ګوري. په دې وروستيو کلونو کې دواړو هېوادونو پر دې بنسټ په څو بېلا بېلو لارو چارو په اقتصاد او سوداګرۍ، د بنسټيزو تأسيساتو د جوړونې، د اورګاډي لارو، انرژيو، کرنې او پولي چارو په شمول ډېرو برخو کې د همکاريو له لارې ډېر پرمختګونه موندلي او د ليدو وړ لاسته راوړنې يې لري.

فوري زياته کړه چې ارجنټاين په نړۍ کې د کرنيزو توليداتو مهم صادرونکی هېواد دی او چين په نړۍ کې تر ټولو لوی مصرفي بازار لري، نو د ګډو ګټو پربنسټ د همکارۍ او يو د بل اړتياوو د پوره کولو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاريز امکانات ډېر دي. اوس دواړه خواوې د دوه اړخيزې سوداګريزې پيمانې د زياتوالي او سوداګريزې برابرۍ لپاره ډېرې هڅې کوي.د چين لوري د لازياتو ارجنټايني توليداتو د واردولو لپاره د تدبيرونو نيولو ترڅنګ په ارجنټاين کې د پانګونې او د بنسټيزو تأسيساتو د جوړونې لپاره چيني تصدۍ هڅولې چې له امله يې د ګډو ګټو پربنسټ ګډ برياليتوبونه تر لاسه کړي او خلکو ته يې ګټې رسولې دي.د فوري په اند ياده ليدنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره ګټوره وي.هغه وويل مونږ به له ارجنټاين څخه د رئيس شي جين پينګ د ليدنې په ترڅ کې له چين سره د دواړو هېوادونو د ګډ راتلونکي پنځه کلن عملي پلان اعلان وکړو او له دې لارې به د يو کمربند او يوې لارې په تړاو دوه اړخيزې همکارۍ پياوړې کړو. په عين وخت کې د دواړو هېوادونو حکومتي څانګې او تصدۍ به د سوداګرۍ،پانګونې، پولي همکارۍ، د بنسټيزو تأسيساتو د جوړونې او د کانونو استخراج په برخو کې يو لړ دوه اړخيز همکاريز تړونونه هم لاسليک کړي چې دا به د دواړو خواوو ترمنځ د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د لا پرمختګ مهم ضمانت وي او له دريو کلونو راهيسې به د دواړو هېوادونو د مشرانو په پنځمه کتنه کې مهمه لاسته راوړنه به هم وي.

د خبر له مخې رئيس شي جين پينګ به له دې هېواد څخه د ليدنې په موده کې د شلو هېوادونو د ډلو په ديارلسمه سرمشريزه غونډه کې هم ګډون وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای