د نومبر په ۳۰مه نېټه يعنې د جمعې په ورځ به د شلو صنعتي هېوادونو ډلې سږنۍ سرمشريزه غونډه په ارجنتاين کې پيل شي. دا به په روان کال کې د نړۍ تر ټولو ستره سياسي پېښه وي.
د شلو صنعتي هېوادونو ډله په ۲۰۰۸ کال کې د نړيوال پولي بحران د پېښېدو په مهال کې جوړه شوه. په داسې حال کې چې په نړيوالو اقتصادي چار کې ناثبات او خطرنا عوامل پر له پسې رامنځته کېږي، يواړخيزم، سوداګري ساتنه او د نړيوال کېدو پر ضد فکرونه کله نا کله له اوسني نظم سره ټکر کوي، دا چې ياده ډله يو ځل بيا د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ لارښوونکی رول لوبولای شي که نه، د ټولې نړۍ د پاملرنې وړ ده.
د عربي خبر په نوم ويبپانه چې مقر يې په سعودي عربستان کې دی، خبر ورکړ چې دا ښايي په ۲۰۰۹ کال کې د نړيوال پولي بحران د حل په موخه د لنډن تر غونډې وروسته د شلو صنعتي هېوادونو ډلې تر ټولو مهمه سرمشريزه غونډه وي.
د يادې ډلې چارو په اړه د استراليا يو مامور دېويډ ګروېن په خپله ليکنه کې دې ته اشاره وکړه: موږ په داسې يوه نړۍ کې ژوند نه کوو چې عمده هېوادونه ټول د څواړخيزو تړونونو او ارګانونو پر رول اعتراف کوي، لکه د پاريس تړون، د دوام لرونکي پرمختګ موخه، د سوداګرۍ نړيوال سازمان او داسې نور. خو ګروين دې ته سترګې په لار دی چې هر کله چې انسانان غواړي، د شلو صنعتي هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه به خپل وړ رول ولوبوي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |