CRI Online

بايد له ليرې لحاظه د نړيوال اقتصاد لوری ونيول شي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-01 20:35:02

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۳۰مه نېټه د شلو هېوادونو ډلې د سرمشريزې غونډې د لومړۍ دورې په غونډه کې د ګډون په وخت کې د دغې ډلې د بېلا بېلو غړيو له مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې له ليرې لحاظه په مسئولانه رويه د نړيوال اقتصاد عمومي لوری ونيسي، يو ځل بيا زړوربتوب وښيي، ستراتيژيکي ليرې ليد وساتي او د ورخلاصون او همکارۍ، د دوستانه روحيې، د نوښت په وسيله د لارښوونې او د ګډو ګټو تر لاسه کولو پر نظريو ټينګار وکړي.

د ورخلاصون او همکارۍ لپاره بېلا بېل هېوادونه د ازادې سوداګرۍ او د اصولو پر اساس د څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم د ساتلو اړتيا لري چې مرکزي ټکی نړيوال سوداګريز سازمان دی. په دغه سازمان کې څرګند اصول او د سزا ميکانيزم شته چې د نړيوالې سوداګرۍ لپاره اسانتياوې برابروي تر څو د زورزياتي او جګړو په وسيله د توپيرونو د حلولو مخه ونيول شي.

له بدمرغه په دې وروستيو کلونو کې نړيوال سوداګريز سازمان تل د يو اړخيزم او د سوداګرۍ د ساتنې غوښتنې له ګواښونو سره مخامخ دی. د يادې سرمشريزې غونډې په موده کې د چين، روسيې، هند، برازيل او جنوبي افريقا لخوا جوړ شوی د بريکس هېوادونو مشرانو سره بحثونه کړي دي. دوی په اتفاق سره دا نظر لري چې بايد تر وسې پورې د نړيوال سوداګريز سازمان په استازيتوب او د اصولو پر بنسټ د سوداګرۍ د څو اړخيز ميکانيزم ملاتړ وکړي تر څو په شفافه، غير تبعيضانه، خلاصه توګه او په زغم سره د نړيوالې سوداګرۍ چارې تامين کړي.

څرنګه چې د شلو هېوادونو ډلې د هېوادونو عمومي توليدي ارزښت د ټولې نړۍ د اقتصاد په عمومي اندازه کې پنځه اتيا سلنه برخه نيسي. نو دا شک نه شته چې د دغو هېوادونو تر منځ همکارۍ او يا سيالې به د ټولې نړۍ د اقتصاد د پرمختيا لوری او د بېلا بېلو هېوادونو د ګټو په اړه پريکړه وکړي.

په دې هکله د اروپايې ټولنې پلاوي د شلو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې د خپرو شويو تګلارو په سندونو کې دې ته اشاره وکړه چې د ۲۰۰۸ کال د اقتصادي بحران حلول دې څرګندوی دي چې د همکارۍ له لارې ننګونې حلېدای شي، نړيوال اقتصاد او پولي سيستم په ثابته او دوامداره توګه ساتل کيږي او د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو خونديتوب او سمسورتيا تامينېدای شي. نو پر دې بنسټ د بريکس پنځه غړو او اروپايي ټولنې ټولو د ورخلاصون او همکارۍ د پياوړتيا ټينګ هوډ څرګند کړی دی.

په دغه سرمشريزه غونډه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ځانګړې توګه د شلو هېوادونو ډلې له بېلا بېلو غړو څخه غوښتنه وکړه چې بايد د نوښت په وسيله پر لارښوونې ټينګار وکړي او د اقتصاد د پرمختيا انجن ومومي. شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل چې اوسنۍ نړۍ له زياتو مسئلو سره مخامخ ده چې په يوه ژبه د پرمختيا له مسئلو سره اړيکې لري او بايد د ګډو ګټو تر لاسه کولو پر اصول ټينګار وشي. هغه وويل چې لس کاله مخکې د نړيوال پولي بحران له رامنځته کېدلو راهيسې چين د نړيوال اقتصاد د پرمختيا په ترڅ کې د څه دپاسه ۳۰ سلنې په اندازه خدمتونه تر سره کړي دي. که څه هم اقتصاد ډېر پرمختګ کړی دی، خو د چين حکومت د بې وزلۍ له منځه وړلو کارونه د ډېرې مهمې دندې په توګه بولي او پريکړه يې کړې چې تر ۲۰۲۰ کال پورې په پوره توګه د اوسني معيار له مخې بې وزلي ډېره کمه او له منځه يوسي. دا د زغم لرونکې پرمختيا په ترڅ کې يوه نمنوي چاره ده.

اوسمهال د نړيوال کېدلو په بهير کې بېلا بېل هېوادونه د ګټو، مسئوليت او برخليک ګډې ټولنې جوړې کړې. په هر حال کې همکارۍ او د ګډو ګټو تر لاسه کول يوازينۍ سمه ټاکنه ده. يوازې ځان ته د لومړيتوب ورکولو او د همکارۍ نه پر ته د سيالۍ کړنې ښايي په لنډ مهالي ډول د ځان په ګټه تمامې شي، خو په اوږده راتلونکې کې به د ټولې نړۍ پر اقتصاد باندې بدې اغيزې ولري او دا د پرمختيا لپاره خنډونه رامنځته کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای