CRI Online

د چين او امريکا مشرانو د سوداګريز اصطکاک بريک ونيو

cri     (GMT+08:00) 2018-12-02 18:38:38

د چين او امريکا ترمنځ سوداګريز اصطکاک ۸ مياشتې دوام وکړ او بالاخره يې د روام کال له پای ته رسيدو مخکې اوس د بدلون او درېدلو له چانس سره مخامخ دی.

د دسمبر په لومړۍ نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ارجنټاين کې د شلو هېوادونو ډلې د سرمشريزې غونډې په څنډه کې ملاقات وکړ. دا د سږ کال د مارچ مياشتې له نيمايي راهيسې يعنې د چين او امريکا ترمنځ د سوداګريز اصطکاک له پرله پسې سختېدو راهيسې د دواړو مشرانو لومړی ملاقات دی.

دواړو خواوو په دې ملاقات کې پر خپلمنځي سوداګريز اصطکاک بحثونه وکړل او هوکړه يې وکړه چې د ګمرکي مالياتو د لوړولو په ګډون به سوداګريز محدوديتونه لېرې او بند کړي، د پاملرنې وړ ستونزې به سمدلاسه حل کړي، اړوندې سلامشورې به وکړي، يو د بل پر توليداتو به هغه ګمرکي تعرفې او ماليات چې په روان کال کې پرې ځينو توکو زيات شوي، لغوه کړي او د خپلمنځي دوه اړخيزو اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د عادي کېدو لپاره به هڅې وکړي څو ګډې ګټې ترلاسه کړي.

رئيس شي جين پينګ د اېپيک (APEC ) د تېرې سرمشريزې غونډې پر مهال په خپلو خبرو کې دې ته اشاره کړې وه، جګړه که سړه وي يا سوداګريزه وي، رښتينی ګټونکی به و نه لري.د چين او امريکا ترمنځ د ۸ مياشتني سوداګريز اصطکاک منفي اغېزو د شي جين پينګ ياد قضاوت ثابت کړی، ځکه چې چين او امريکا بيې ورکړې دي، د دې ترڅنګ په روان کال کې ښايي د نړۍ د مالونو د سوداګريزو معاملو اندازه ۰.۳ ټيټه شي، د پيسو نړيوال صندوق د سږ او راتلونکي کالونو لپاره د نړيوالې اقتصادي ودې وړاندوينه له ۳ عشاريه ۹ څخه ۳ عشاريه ۷ سلنې ته راټيټه کړې ده. نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبر ورکړی چې د سوداګريزې جګړې له امله پولي بازار او نورو پراخو اقتصادي طبقو هم بيې ورکړې چې دا د اندېښنې وړ دي.

رئيس شي جين پينګ او ولسمشر ډونالډ ټرمپ په می او نومبر مياشتو کې دوه ځلې تلېفوني خبرې کړې وې او په دسمبر کې يې ملاقات کړی و چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو توپيرونو د حل په برخه کې يې ډېر کليدي رول لوبولی دی. چين به د دواړو مشرانو له تازه هوکړې سره سم له امريکا څخه زيات کرنيز توليدات، انرژۍ او خدمتي توليدات وارد کړي .

رئيس شي جين پينګ د چين په لومړي نړيوال وارداتي نندارتون کې په خپله وينا کې اعلان وکړ چې چين به ګمرکي ماليات کم کړي، د ښوونې او طب په ساحو کې به د بهرنيو پانګونو محدوديتونه نرم کړي او په راتلونکو ۱۵ کلونو کې ښايي له بهر او نورو هېوادونو څخه له ۳۰۰۰۰ مليارډو ډالرو زيات توکي او له ۱۰۰۰۰ مليارډو ډالرو زيات خدمتونه وارد کړي. دغسې تدبيرونه به د امريکا په ګډون د بهرنيو هېوادونو پانګوالو او سوداګرو ته زيات فرصتونه برابر کړي.

د دې ترڅنګ امريکا به د دواړو مشرانو له تازه هوکړې سره سم د چين د پاملرنې وړ اقتصادي او سوداګريزو ستونزو د حل وفصل لپاره هڅه وکړي، د بېلګې په توګه د چين د پخو غوښو پر واردولو بنديز به لغوه کړي او داسې نور. دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريز اصطکاک د حل چارو په اړه به د دواړو هېوادونو پلاوي پر همدې موضوع د نوي پړاو خبرې اترې او سلامشورې ژر پيل کړي.

چين پدې ښه پوهيږي چې له امريکا سره يې سوداګريز اصطکاک ډېر پيچلی دی او ښايي په څو ځلو خبرو اترو او سلامشورو کې حل نه شي، نو چين به پر خپلو ټاکلو ګامونو ټينګار وکړي او په آرامه او له بيړې پرته به له ډول ډول ستونزو سره مقابله وکړي، د چين اقتصاد د سمندر په شان دی او هيڅ توپان او باران دا سمندر نه شي خرابولی!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای