CRI Online

د پانامې چينال دوستۍ ټينګېدل ښه راتلونکی کيدای شي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-03 19:48:51

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د پانامې د جمهوريت د ولسمشر جوان کارلوس واريلا رودريګويز په بلنه پر ځايي وخت د دسمبر په دويمه نېټه پانامې ته ورسيد او له دغه هېواد څخه يې په رسمي ليدنه پيل وکړ. دا له پانامې څخه د رئيس شي جين پينګ لومړۍ کتنه ده او د چين د دولت رئيس د لومړي ځل لپاره ورڅخه ليدنه کوي.

له کتنې مخکې رئيس شي جين پينګ د پانامې د ستورې په ورځپاڼه کې د يوې ليکنې په خپرولو سره څرګنده کړه چې که څه هم زه د زيات شمير چينايانو په شان ستاسو هېواد ته نه يم تللی، خو ورسره بلد يم. د ۲۰۱۷ کال په جون مياشت کې د چين او پانامې تر منځ سياسي اړيکې په رسمې توګه جوړې شوې او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو نوې پاڼه خلاصه شوه. چين او پانامه اوس ډېر فرصتونه لري. پانامه د جنوبي او شمالي امريکا د ويشلو په کرښې کې پروت دی او د ارام سمندر او اتلاتيک سمندر سره نښلوي چې د نړۍ د تقاطع په توګه ګڼل کيږي او خلاصونکې اقتصادي تګلارې غوره کوي.

چين او پانامه په ګډه پرانيستی نړيوال اقتصاد ابادوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې لا ټينګې شوې دي. د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د دواړو هېوادونو د دايمي همکارۍ لپاره فرصت برابر کړی او کوي يې. تېر کال د پانامې ولسمشر واريلا رودريګويز له چين څخه د ليدنې په وخت کې له چين سره د يو کمربند او يوې لارې تر پلان لاندې د همکارۍ يادښت لاسليک کړ. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له ولسمشر واريلا سره د ليدنې په وخت کې وويل چې چين لاتيني امريکا ته د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې د يوې مهمې ګډون کوونکې برخې په توګه بولي. پانامې لاتيني امريکا ته د يوويشتمې پيړۍ د ورېښمو لارې د سمندري مسير د يو مهم غځيدونکی ځای ګرځيدلی شي. پانامه به په واقعي توګه د ۲۰۳۰ کال د مالونو د ليږد راليږد دولتي ستراتيژې پرمخبوزي او په نړيواله کچه د مالونو ليږدوونکي مرکز د جوړولو په هکله کوښښ کوي، د چين د يو کمربند او يوې لارې په پلان کې ګډون کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای