CRI Online

راتلونکې درې مياشتې د چين او امريکا لپاره ډېرې مهمې دي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-04 14:35:26

راتلونکې درې مياشتې د چين او امريکا لپاره ډېرې مهمې دي

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دسمبر په لومړۍ نېټه په ارجنټاين کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وکتل. د اړوند خبر له مخې، دواړو خواوو يو پر بل د لګېدلو نويو تعرفو د ختمولو پرېکړه وکړه او په راتلونکو 90 ورځو کې به په دې اړه خبرو اترو ته دوام ورکړي او په روان کال کې يو پر بل د لګېدلو زياتو تعرفو د لغوه کولو په اړه تړون لاسليک کړي. که دغه تړون لاسليک نه شي، نو ښايي امريکا د تجارتي اصطکاک درجه لا لوړه کړي.

د چين او امريکا د مشرانو د دې پرېکړې له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي اصطکاک وځنډېده او اوس د دواړو خواوو ترمنځ د مشورې او بحث لپاره لارښوونه او فضا برابره شوې ده، نو شک نه شته چې ياده پرېکړه فعال ارزښت لري. خو بله خوا په راتلونکو دريو مياشتو کې به دواړه خواوې د نوي پړاو خبرې اترې ترسره کړي او دغه بهير به حتماً پيچلی او ستونزمن وي.

ولی د چين او امريکا ترمنځ تجارتي اصطکاک وځنډېده؟ څرنګه چې له اتو مياشتو راهيسې دغه اصطکاک دواړو خواوو ته ډېر زيانونه رسولي دي. د روان کال په تېر مارچ کې د دغه تجارتي اصطکاک کچې د لوړېدو په سر کې امريکا فکر کاوه چې ژر به برياليتوب تر لاسه کړي، خو د تېرو اتو مياشتو واقعيتونو څخه ښکاري چې په تجارتي اصطکاک کې هېڅ خوا نه بريالۍ کېږي. د يوې شمېرنې له مخې، په تېر اکتوبر کې د امريکا د تجارت منفي بېلانس 77.2 مليارډو ډالرو ته رسېدلی چې په تاريخ کې تر ټولو زيات و. د تېر نومبر په پای کې د امريکا د عمومي موټرو شرکت په نړۍ کې د اوو فابريکو د تړلو اعلان وکړ چې له دې جملې څخه يې په امريکا کې څلور فابريکې وتړلې او په چين کې د دې شرکت فابريکې په عادي توګه کار کوي. د يادولو وړ ده چې ټرمپ د تېر اکتوبر په څوارلسمه نېټه د سي بي اس ټلويزيون له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل د چين او امريکا ترمنځ رامنځته شوې پېښه تجارتي اصطکاک نه دی، يوازې کوچنې شخړه ده. هغه په دې نظر دی چې دغه شخړه ارامه کړي.

اوس د چين او امريکا مشرانو د خپلمنځي تجارتي اصطکاک د ځنډولو پرېکړه وکړه، دا د دواړو خواوو لپاره يو ښه او مناسب انتخاب دی. ور پسې به دواړه خواوې د دواړو هېوادونو د مشرانو د موافقې د پلې کولو د اړوند تړون د لاسليکولو لپاره خبرې اترې وکړي. که دغه تړون لاسليک نه شي، ښايي دغه تجارتي اصطکاک به بيا پيل شي. نو راتلونکې درې مياشتې د دواړو خواوو لپاره ډېرې مهمې دي.

دا يو واقعيت دی د چين او امريکا ترمنځ د تجارتي اصطکاک مسئله ډېره پيچلې او سخته ده، نو په دريو مياشتو کې دغه مسئله حلول يو بېړنی او ستونزمن کار دی. د پوهنې مالکيت د ساتنې، د تکنالوژۍ په برخه کې همکارۍ، بازار ته د ننوتلو اجازې په شمول د امريکا لخوا د وړاندې شويو مسئلو په اړه، د چين ځواب دا دی چې هغه موضوعات چې د چين له اصلاحاتو او ورخلاصون سره سمون خوري، نو په راتلونکو دريو مياشتو کې د خبرو اترو مهم ټکې دي. په عين وخت کې چين هم امريکا ته د خپلې د پاملرنې وړ مسئلې وړاندې کړي او امريکا هم ځواب ور کړی دی. شک نشته چې دواړه خواوې به په راتلونکو خبرو اترو کې د هرې مشخصې موضوع په اړه ډېرې ګرمې خبرې ترسره کړي.

پروا نشته چې د خبرو اترو نتيجه به څنګه وي؟ چين به په ارامه توګه وګوري. په تجارتي اصطکاک کې د چين رويه تل څرګنده ده چې چين نه غواړي اصطکاک ترسره کړي، خو تجارتي اصطکاک څخه وېرېږي هم نه او په لازم وخت کې به د خپل هېواد او خلکو د مرکزي ګټو د ساتلو لپاره خپل ځوابي کړه وړه غوره کړي. چين به په راتلونکو دريو مياشتو کې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو او د نړۍ د سوداګريز نظام د ساتلو له لحاظه تر وسې پورې له امريکايي پلاوي سره خبرې اترې وکړي او د تعرفې د لغوه کولو موخې د عملي کولو لپاره به کوښښونه وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای