CRI Online

د ۲۰۱۸ کال تر نومبر پورې د چين د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت د تېر کال د عمومي ارزښت په پرتله ډېر و

cri     (GMT+08:00) 2018-12-07 16:18:44

د روان کال له پيل راهيسې د چين د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت په چټکه توګه زيات شوی چې د نومبر تر نيمايې پورې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي ارزښت د تېر ټول کال په پرتله ډېر و. د راتلونکي کال د بهرني تجارت د حالاتو د ارزونې په وخت کې د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د نومبر په شپږمه نېټه په بېجينګ کې وويل چې د چين بهرنۍ سوداګري لا هم ټينګ بنسټونه لري او د ښه کيفيت په ساتلو سره د بهرنۍ سوداګرۍ د پرمختيا لپاره به لا زيات تدبيرونه ونيسي.

د چين د ګمرکي مالياتو ادارې د شميرنې له مخې په ۲۰۱۷ کال کې د چين د مالونو په تجارت کې د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت نژدې اته ويشت ميليارډو يوانو يعنې ۴۰۶۷ مليارډو امريکايي ډالرو ته رسيدلی و. د نومبر تر نيمايې پورې د چين د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت د تېر ټول کال په پر تله ډېر دي چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۱۵سلنه زياتوالی ښيي. وياند ګاو فنګ په مطبوعاتي غونډه کې وويل چې په بهرني تجارت کې د نوښت د پرمختيا سرعت چټک شوی، د نړيوالو بازارونو اړتياوې بيا زياتې شوي او د هېواد د کورني اقتصاد د ثابتې پرمختيا له امله د وارداتو اندازې د زياتوالي په شمول ټول عوامل په روان کال کې د وارداتو او صادراتو پياوړتيا هڅولې ده دی. په راتلونکې کال کې د چين د بهرنې سوداګرۍ د حالاتو په هکله وياند ګاو فنګ وويل چې د چين په کورني اقتصاد کې د بهرنۍ سوداګرۍ په ساحه کې د عرضې جوړښت د اصلاحاتو د پرمختيا سره سم د وارداتو او صادراتو جوړښت به لا نور غښتلی شي او د ښه کيفيت لرونکی او نوښتونکي پرمختيا انجن به لا قوي شي، د وارداتو پټ توان به لا پياوړی شي، که څه هم په نړۍ کې د سوداګرۍ د ساتنې غوښتنه او يواړخيزم په شمول ناثابت عوامل ننګونې جوړوې، خو د اقتصاد د نړيوال کېدو تمايل نه دی بدل شوی او د نړۍ په عمده بازارونو کې اړتياوې لا هم د زياتېدو په حال کې دي.

د امريکايي ډالرو په حساب د روان کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر پورې د چين په عمده واردونکو او صادرونکو بازارونو کې له اروپايي ټولنې، امريکا، اسيان، جاپان او له بريکس هېوادونو سره د وارداتو او صادراتو ارزښتونو د زياتوالي اندازې دواړه له لس سلنو څخه زياتې وې چې يوازي له بريکس هېوادونو سره د وارداتو او صادراتو ارزښت د زياتوالي اندازه ۲۲اعشاريه ۷ سلنې ته رسيدلې ده. وياند ګاو فنګ وويل موږ ګورو چې د چين د بهرني تجارت بازار په څو بڼې پرمختګ موندلی او مومي يې، د ځينو بهرنيو بازارونو بدلونونه حددود اغيز لري په ځانګړې توګه چين ته د وارداتو پټ توان ګام په ګام قوي شوی دی. راتلونکې کال به د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د ښه کيفيت لرونکي پرمختيا ګامونه چټک شي او لا ټينګ بنسټونه لري.

د اکتوبر په مياشت کې د پيسو د نړيوال صندوق د يو راپور له مخې که څه هم په ۲۰۱۹ کال کې ټوله نړۍ کې د مالونو او خدمتونو د سوداګرۍ د عمومي ارزښت د ارزونې اندازه ټيټه شوې، خو د اټکل له مخې د څلور سلنه اندازه به زياته شي.راتلونکې کال د چين د بهرنې سوداګرۍ د حالت په هکله وياند ګاو فنګ وويل چې موږ به د بهرنۍ سوداګرۍ بدلون ته نژدې پاملرنه وګورو او په نړۍ کې د احتمالي ناثابتو عواملو او د چيني تصديو پر وړاندې د احتمالي ستونزو په هکله به په مداومه توګه د اصلاحاتو، د سوداګرۍ د اسانتياوو سويې د لوړولو، د واردونکو او صادرونکو تصديود اصلي بيې د کمولو، د سوداګرۍ د نويو چارو د روزنې او د بازارونو د څو اړخونو د پرمخبيولو په شمول به ځيني تدبيرونه غوره کړو تر څو بهرنۍ سوداګري د لوړ کيفيت په لرلو سره پرمختګ ومومي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای