CRI Online

کانادا هېواد د څو بشري حقوقو ساتونکی دی؟

cri     (GMT+08:00) 2018-12-10 14:48:01

د کانادا پوليسو د امريکا په غوښتنه د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه د هوا وې په نوم د چين د مشهور شخصي شرکت لومړۍ مالي مسووله منګ وان جو د الوتکې د ټرانسفر پرمهال ونيوله. په ضمانت سره د منګ وان جو د خوشي کولو په موخه د شواهدو اورېدو غونډه پر ځايي وخت د روانې مياشتې په شپږمه نېټه د وانکووير په محکمه کې ترسره شوه، خو دغه پنځه ساعته غونډه له کومې پايلې پرته پای ته ورسېده او پرېکړه وشوه چې د روانې مياشتې په ۱۰ مه نېټه به دغه غونډه بيا پيل شي.

د مېرمنې منګ پر نيول کېدو د چين خلکو او حکومت سخته حيرانتيا او خپګان څرګندکړی، همداراز نړيوالې ټولنې هم پر دې پېښې نيوکې وکړې. دغې پېښې نړيوالو ته څو واقعيتونه روښانه کړي دي.

لومړی، له دغې پېښې څخه د امريکا او کانادا سلطه غوښتنه او وحشت څرګندېږي. د امريکا د نيويارک د ختيځې سيمې څارنوالۍ ويلي،ښايي منګ وان جو پر ايران د امريکا د بنديزونو له قوانينو څخه سرغړونه کړې، نو دوی له کانادا څخه د نوموړې د نيولو غوښتنه وکړه. هوا وې شرکت له دې پېښې سملاسي وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې دوی د م م ، امريکا او اروپايي ټولنې د صادراتو د کنترول او بنديزونو د قوانينو په ګډون د هغو هېوادونو ټولو قوانين مراعاتوي چې دوی پکې خپل فعاليت کوي. خو پر ايران د امريکا بنديزونه پخپله له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده. د م م نړيوالې محکمې د تېر اکتوبر په درېيمه نېټه ابتدايي حکم وکړ چې پر ايران د امريکا بنديزونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو او د قونسلي حقونو په اړه له دوستانه تړون څخه سرغړونه ده.

دويم، کانادا بشري حقوق پايمال کړي او ورڅخه يې د بشري حقوقو په اړه دوه ګونه معيار رسوا شوی دی. ځينو خلکو په ټويټر کې پوښتنه کړې چې امريکا څنګه خبره شوه چې يوه چيني ښځه به په کانادا کې الوتکه ټرانسفر کړي؟ خلکو په انټرنټ کې يادې پوښتنې ته داسې ځواب ويلی چې ټولو ته معلومه ده کانادا ، امريکا، بريټانيا، استراليا او نوی زيلنډ د فايف ايس (five eyes) استخباراتي ټولنې پنځه غړي هېوادونه دي او يو له بل سره استخباراتي او کشفي معلومات شريک کوي او د نه خونديتوب په اړه يې د خلکو اندېښنې هم ډېرې کړې دي. همداراز ډېرو خلکو دا هم ويلي چې بنسټيز بشري حقوق تر پښو لاندې شوي او معلومه نه ده چې څومره کسان د فايف ايس ټولنې د نيولو په ليست کې دي؟

درېيم،دا د چين پر تخنيکي تصديو ځانګړی بريد دی او په دې بريد کې کانادا زيات رول لوبوي. هوا وې شرکت په چين ، ان نړۍ کې د مخابراتي وسايلو او تاًسيساتو په پياوړتيا کې رول لري او د 5G تخنيک په برخه کې د نړۍ په کچه مخکښ دی . خو کانادا د خپلو ګټو لپاره د هوا وې د پرمختګ په لاره کې خنډونه اچولي دي. د امريکا والسټريټ ورځپاڼې د کانادا د استخباراتي ادارې د سرچينې په قول خبر ورکړ چې بهرنۍ لاسوهنه او جاسوسي د کانادا د پرمختګ او ملي ګټو پر وړاندې تر ټولو لوی ګواښ دی، ښايي کانادا پر داسې طرحې غور وکړي چې له مخې به يې په انټرنيټ کې د هوا وې په ګډون د ځينو شرکتونو ګواښ پېښوونکي عملونه منع کړي. ځيني هېوادونه په سياسي لارو چارو د چيني تصديو په پرمختګ کې خنډونه رامنځه کوي، څو چيني تصدۍ کمزورې کړي.

څلورم، د کانادا لخوا د منګ وان جو نيول کېدو د چيني ټولنې ډېر پام ځانته اړولی دی او په دې کار سره د چينايانو په زړونو کې د کانادا څېره ډېره خرابه شوې ده. ډېرو چينايانو په کلکه د امريکا او کانادا کړنه وغندله او ورڅخه يې د منګ وان جو د خوشي کولو غوښتنه وکړه.

د هېوادونو ترمنځ اړيکې د خلکو د دوستيو په ډېرېدو سره پرمختګ کوي، که د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړل شي، نو د هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ خوځنده ځواک به هم زيانمن شي. د منګ وان جو د نيول کېدو پېښې نه يوازې د چين او کانادا پر اړيکو منفي اغېزې کړې ، بلکې نړۍ يې هم له نا ارامۍسره مخ کړې ده. د دغې پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ونډو او اسعارو نړيوال بازارونه متزلزل شول. چين د دې پېښې له امله امريکا او کانادا ته سخت احتجاج وکړ ، ورڅخه يې د منګ وان جو د خوشي کولو غوښتنه وکړه او کانادا ته يې خبرداری ورکړ چې بايد د دغې پېښې د ټولو سختو نتيجو مسؤليت پر غاړه واخلي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای