CRI Online

د اصلاحاتو او خوبونو يعنې د چين د ۴۰ کلنو اصلاحاتو او ورخلاصون په نوم د عکسونو نندارتون په لندن کې پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-12-11 12:01:20

د اصلاحاتو او خوبونو يعنې د چين د۴۰ کلنو اصلاحاتو او ورخلاصون په نوم د عکسونو نندارتون د ډسمبر په لسمه نېټه د بريټانيا په لندن کې پرانيستل شو او د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې د پلې کېدو له ۴۰ کلونو راهيسې په دې اړه د اتياوو عکسونو له لارې د چينايانو د ژوند په باب معلومات وړاندې کيږي.

د معلوماتو له مخې دغه عکسونه د چين د سينهوا اژانس له خوا ساتل شوي قيمتي اسناد ګڼل کيږي چې له شپېتوعکسونو څخه يې د يادې تګلارې له غوره کېدو راهيسې د چين د ملکيانو د ژوند بدلونونه ښکاري او له نورو شلو عکسونوڅخه يې د چين او بريټانيا د خلکو ترمنځ دوستانه تګ راتګ څرګنديږي.

په بريټانيا کې د چين د سفارت وزير مختار او قنسول شيانګ شياو وي د دې نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې د غوره کېدو له ۴۰ کلونو راهيسې د چيني خلکو په ژوند کې بې ساری بدلونونه راغلي دي. دغه عکسونه د يادو بدلونونو څرګند ثبوتونه دي.هغه وويل له دغو عکسونو څخه د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون له ۴۰ کلونو راهيسې ډېر مهم تاريخي وختونه څرګنديږي .کتونکي کولی شي چې د دغو عکسونو له لارې د اصلاحاتو او ورخلاصون ټول بهير او په هغه وخت کې په دې اړه د هر چينايي غبرګون وګوري. فکر کوم چې دغه عکسونه په دې برخه کې مستقيم معلومات وړاندې کولی شي.

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د ۴۰ کلنو لاسته راوړنو او د نړۍ لپاره د چيني خدمتونو په هکله شيانګ شياو وي وويل چې د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره د چينايانو خوب د نيکمرغه او سوکاله ژوند د پيدا کولو لپاره د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو له خوبونو سره يو شان دی.هيله يې وښودله چې د دې نندارتون د پرانيستلو له امله د چين او بريټانيا ترمنځ متقابل تفاهم او کلتوري تبادلې پياوړې شي.هغه وويل اصلاحات او ورخلاصون د چين لپاره يو ستر تاريخي بهير ګڼل کيږي چې له دې امله يې د چين ټولنيز جوړښت، د خلکو مفکوره، د توليد او ژوند لارې چارې بدلې شوې دي او په ورته مهال کې د چين ځانګړتيا لرونکی سوسياليزم هم پرمختګ موندلی دی. باور لرم چې د دې تاريخي بهير يادونه نه يوازې د چينايانو لپاره بلکې د نړيوالو لپاره هم ډېره مهمه ده.

دغه نندارتون د چين د سينهوا اژانس په اړه د چين د نړيوالو کلتوري فلمونو او عکسونو د خپرولو د محدود شرکت او د عسکونو اخيستلو د نړيوال سازمان په کوربتوب جوړ شو. په لندن کې د سينهوا اژانس د ځايي څانګې مشر ګوو جن چيو د کوربه خوا په استازيتوب په خپلو خبرو کې وويل چې د دغو عکسونو له لارې نړيوالو ته د اوسني چين د پېژندلو لپاره يوه کړکۍ پرانيستل شوې ده.

د عکسونو اخيستلو د نړيوال سازمان د عامه اړيکو او ابتکاري چارو عمومي مدير جيل کوټن هيله وښودله چې د دې نندارتون له لارې د چين له غوره عکس اخيستونکو سره همکارۍ او تبادلې پياوړې شي او اروپايي او نړيوال بازار ته لازيات چيني عکس اخيستونکي به داخل شي.

بريټانوي اندي ګولدينګ چې شپږ ځله يې چين ته سفرونه کړي دي، د دې نندارتون د پرانيستلو په ورځ کې دغه قيمتي عکسونه کتلي دي. هغه وويل د دې نندارتون په زړه پورې برخه دا ده چې د تاريخ او په وقعيي توګه چين ته ګورم .پخوا په چين کې له تلويزيونونو څخه تر مخکښو تخنيکونو پورې ستر بدلونونه راغلي دي.له دغو عکسونو څخه د چين هنر، صنايع او خوځنده ځواک احساسوم.

د خبر له مخې دغه نندارتون به د روانې مياشتې تر ۱۶مې نيټې پورې دوام ولري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای