CRI Online

چين د بشري حقونو په برخه کې نه يوازې نوي افکار بلکې رښتيني عملي ګامونه پورته کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-13 11:10:27


د چين حکومت د دسمبر په ۱۲مه نېټه د اصلاحاتو او ورخلاصون د تطبيق له ۴۰ کلونو راهيسې د بشري حقونو د چارو په هکله د چين د پرمختګ سپين کتاب خپور کړ چې پکې اته برخې شاملې دي او د متنوعو او رښتينو معلوماتو او شمېرو په وړاندې کولو سره له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې د خلکو په مرکزيتوب د بشري حقونو د پرمختګ په اړه د چين نوي افکار او د بېلا بېلو بشري حقونو د هراخيز پرمختګ په اړه د چين برياليتوبونه بيان شوي او دې ته اشاره شوې چې چين په بريالۍ توګه د خپل دولتي وضعيت سره سم د بشري حقونو مناسبه پرمختيايي لار پيدا کړې او د انساني تمدن د پرمختګ په تاريخ کې يې د بشري حقونو د ضمانت په اړه نوۍ تجربې او نوۍ معجزې رامنځته کړې دي.

(( بشري حقونه )) په ۱۷مه او ۱۸مه پېړۍ کې د اروپايي بورژوازی طبقې له خوا له فيوډالي استبداد سره په مبارزه کې وړاندې شوی سياسي مفهوم دی. دغه مفهوم د رامنځته کېدو په پيل کې څرګند تاريخي او طبقاتي محدوديت درلود، نو د بشري حقونو هغ ځانګړتيا او معيار نه لري چې د نړۍ د ټولو ځايونو لپاره مناسب دی. د ځينو هېوادونو هغه کړنه د منلو وړ نه ده چې د بشري حقونو په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي.

دغه راز، د چين د بشري حقونو افکار څه دي؟ په دې وروستيو کې په بېجينګ کې د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې د خپرېدو د اوويامې کليزې د يادونې ناسته تر سره شوه، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ يادې ناستې ته د مبارکۍ پيغام په ليږلو سره دې ته اشاره کړې چې د خلکو نيکمرغه ژوند تر ټولو مهم بشري حق دی.

په نوموړي سپين کتاب کې په څرګنده توګه ياده شوې چې د اصلاحاتو او ورخلاصون د پلي کېدو له ۴۰ کلونو راهيسې، چين د خلکو لپاره د حقوقي ابادۍ د هراړخيزې پياوړتيا له لارې د بېلا بېلو بشري حقونو د مجموعي او همغږي پرمختګ په موخه د بشري حقونو چارو نوي افکار جوړ کړي دي چې پکې د ژوند حق او د پرمختګ حق د لومړنيو بشري حقونو په توګه بلل کيږي.

چين د بشري حقونو په چارو کې نه يوازې نظريې وړاندې کړې بلکې رښتيني او اغېزمن ګامونه يې پورته کړي دي. چين په تېرو ۴۰ کلونو کې د بشري حقونو درناوی کړی او د بشري حقونو د ضمانت او پياوړتيا لپاره يې کوښښونه کړي دي. اړوند افکار نه يوازې د چين په اساسي قانون او پرمختيايي پلانونو کې تاييد شوي بلکې د حکومتوالي د مهمو اصولو په توګه ټاکل شوي دي.

د بېلګې په توګه د بېوزلۍ له منځه وړل تر ۲۰۳۰ کال پورې د م م د مداومه پرمختګ اجنډا لومړنۍ موخه ده او د بشري حقونو د پياوړتيا او ساتنې مهمه لاره ده. په تېرو ۴۰ کلونو کې چين له بېوزلۍ څخه تر ۸۵۰ مليونو زيات چينايان راوستلي چې د نړۍ د بېوزلۍ د مخنيوي لپاره د خدمت انډول يې له ۷۰ سلنې څخه زيات دی.

نوموړي سپين کتاب د چيني اتباعو د ژوند سويې، خصوصي حق، د شتمنۍ حق، کاري حق، د ټولنيز ضمانت حق، ښوونيز حق، فرهنګي حق، د ټاکنو حق، د معلوماتو تر لاسه کولو حق، د ګډون حق، د نظارت حق او د مذهبي عقيدې د ازادۍ په شمول برخو کې تفصيلي معلومات وړاندې کړي او دې ته يې اشاره کړې چې په چين کې د ملي لږکيو، ښځو، ماشومانو، زړو کسانو او معيوبينو حقونه په څرګند ډول لوړ شوي دي، چينايان هيڅکله د نن په شان له دومره پراخو بشري حقونو څخه نه دي برخمن شوي اخيستې.

چين د يو لوی مسووليت منونکي هېواد په توګه نه يوازې خپل ځان ته بلکې نورو ته ګټې رسولې دي. د بېلګې په توګه، چين له ۱۹۵۰ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې بهرنيو هېوادونو ته ۴۰۰ مليارډه يوانه نغدې مرستې ورکړې. له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې د يو کمربند او يوې لارې پر سر پرتو هېوادونو کې د چين له خوا جوړو شويو سوداګريزو سيمو د ځايي سيمو د ۲ لکو کسانو لپاره کارونه برابر کړي دي. چين له ۲۰۰۴ کال راهيسې د بشر دوستۍ ۳۰۰ ځله نړيوالې مرستې کړې دي. د روان کال تر مې مياشتې پورې نورو هېوادونو ته د چين له خوا د ليږل شويو سوله ساتونکو سرتيرو شمېر له ۳۷ زرو څخه اوښتی دی.

چين په تېرو ۴۰ کلونو کې د بشري حقونو په برخه کې د هېواد له وضعيت سره سمون لرونکې لار پېدا کړې، په راتلونکو ۴۰ کلونو او لا اوږدې مودې کې به د خلکو د حيثيت، ازادۍ او نيکمرغۍ د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي او د بشري حقونو د نړيوالو چارو د پرمختګ لپاره به نوي خدمتونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای