CRI Online

د فرانسې د کورنيو چارو وزارت: په ستراسبورګ کې د ډزې کوونکی د پوليسو لخوا وژل شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-12-14 16:20:06

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې د کورنيو چارو وزير کريستوف کاستانر د ډسمبر د ۱۳مې نېټې په شپه وويل، مخکې د فرانسې په شمال ختيځ ښار ستراسبورګ کې د ډزې کوونکی په همدې شپه په دې ښار کې د فرانسې د پوليسو لخوا وژل شوی دی.

کريستوف کاستانر په همدې ورځ په ټويټر کې وويل، په ځايي وخت د ۱۳مې نېټې د شپې په ۹ بجو، د فرانسې پوليس په دې ښار کې پر ياد ډزې کوونکي شک وکړ ورڅخه يې درېدلو غوښتنه وکړه. له دې وروسته هغه سړي پر پوليسو ډزې کړې او په پای کې د پوليسو لخوا وژل شوی دی.

په همدې شپه داعيش د يوې مطبوعاتي اعلاميې په خپرولو سره وويل، ياد ډزې کوونکی د دې سازمان غړی و.

د فرانسې د کورنيو چارو وزارت د شمېرنې له مخې، د ۱۱مې نېټې په شپه د ياد ډزې کوونکي لخوا په بريد کې درې تنه وژل شوي او ۱۳ تنه ټپيان شوي دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای