د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د پلي کېدو د ۴۰مې کليزې د يادونې غونډه به د ډسمبر د ۱۸مې نېټې د سهار په ۱۰ بجو په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې تر سره شي. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې مشر شي جين پينګ به په دې غونډه کې مهمه وينا وکړي.
هغه وخت د چين د ميډيا ګروپ او سينهوا ويبسايټ به د غونډې ژوندۍ خپرونې وړاندې کړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |