CRI Online

د افغانستان ولسمشر اشرف غني له وانګ يي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-12-16 17:05:58

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د ډسمبر په ۱۵مه نېټه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د چين د دولتي شورا له غړي او خارجه وزير وانګ يي سره وکتل.

وانګ يي لومړی ولسمشر غني ته د رئيس شي جين پينګ سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړې. وانګ يي وويل، چين هيله لري چې له افغانستان سره د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې په ښه توګه پلې کړي او د دواړو خواوو ترمنځ ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته پرمختګ ورکړي. افغانستان د يو کمربند او يوې لارې په ګډې ابادۍ کې مهم ملګری دی، چين غواړي چې له افغانستان سره سوداګرۍ او پانګونې زياتې کړي او د افغانستان د بيا رغونې او پرمختګ بهير د چټکوالي لپاره ورسره مرستې وکړي. چين د ختيځ ترکستان په نوم د ترهګريزې ډلې پر ضد د مبارزې په برخه کې د افغانستان د شوو کوښښونو ستاينه کوي او هيله لري چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له افغانستان څخه ملاتړ او ورسره مرستو ته دوام ورکړي.

وانګ يي دې ته اشاره وکړه چې چين د ملي روغې جوړې بهير د پرمخ بيولو لپاره د افغان حکومت د پورته شويو ګامونو ستاينه کوي او د نړيوالې ټولنې د رغنده رول ملاتړ کوي. د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د دوهم ځل په دری اړخيزو خبرو اترو کې يو لړ نوې ګډې نظريې تر لاسه شوې، چين هيله لري چې له افغانستان او پاکستان سره دغې لاسته راوړنې عملي کړي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو د ښه والي لپاره هڅې وکړي او دری اړخيزې همکارۍ لا پياوړې کړي.

غني د وانګ يي له لارې رئيس شي جين پينګ ته سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړې. غني د دې په مناسبت د چين مننه وکړه چې د افغانستان د ملي روغې جوړې په هڅولو کې يې رغنده رول لوبولی او د افغانستان د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره يې مرستې برابرې کړې. افغانستان هيله لري چې له چين سره رښتينې همکارۍ لا ژورې کړي، د سوداګرۍ پيمانه پراخه کړي او د کارکوونکو وړتياوو لوړولو لپاره د روزنې پروګرامونه زيات کړي. له ترهګرۍ سره د مقابلې په باره کې د افغانستان، چين او پاکستان ترمنځ لاسليک شوی تفاهم ليک به د ترهګرۍ پر ضد سيمه ييزې همکارۍ پياوړې کړي، افغانستان به په دوامداره او ټينګ ډول له هر ډول ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای