CRI Online

د پاکستان پوځي محکمې د ۱۵ ترهګرو د اعدام حکم وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-12-17 11:26:00

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان پوځ د ډسمبر په ۱۶مه نېټه وويل چې د دې هېواد د ځمکني پوځ لوی درستيز جاويد قمر باجوه په همدې ورځ تائيد کړې چې ځانګړې پوځي محکمې پر پوځي پوليسو،ملکيانو او مذهبي ځايونو او ښوونيزو اورګانونوباندې د ترهګريزو بريدونو ۱۶ تورنو ته د اعدام حکم و کړ.

د دې هېواد د دريو ځواکونو مطبوعاتي ادارې په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې وويل چې د دغو ترهګرو له خوا د تر سره شويو جرمونو له امله ۳۴ تنه وژل شوي وو چې پکې ۲۱ تنه پوځي عسکر، يوولس پوليس او دوه تنه ملکيان شامل وو.قانون اجراکوونکو د دغو ترهګرو د نيولو ترڅنګ ګڼ شمېر وسلې او مهامت هم نيولي وو.

يادې ادارې په همدې ورځ په بله اعلاميه کې وويل چې د دغې محکمې له جوړېدو راهيسې د ترهګرۍ په تړاو ۷۱۷ قضيې حل شوې چې په دې جمله کې د ۵۴۶ قضيو وروستۍ پرېکړې او قضاوت بشپړ شوي او پر ۳۱ تنو ترهګرو د اعدام حکمونه تطبيق شوي دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای