CRI Online

د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو دوهمه غونډه په کابل کې ترسره شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-12-17 16:21:22
د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو دوهمه غونډه په کابل کې ترسره شوه

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو دوهمه غونډه د ډسمبر په پنځلسمه نېټه په کابل کې ترسره شوه. د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي، د افغانستان خارجه وزير صلاح الدين رباني او د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قريشي په دغه غونډه کې برخه درلوده. دريو خواوو يو لړ موافقې کړې دي.

په دې غونډه کې د افغانستان د روغې جوړې بهير ډېر د پاملرنې وړ ټکی و. وزير وانګ يي تر غونډې وروسته خبريالانو ته وويل، ۴۰ کاله کېږي چې په افغانستان کې شخړې او ناارامتيا دوام لري او خلک يې له ډېر وخت راهيسې د ژوند له سختو ستونزو سره مخامخ دي. سوله د افغانانو لومړۍ هيله ده او د افغانستان د بيارغونې مهم بنسټ دی. نظامي چارې ستونزه نه شي حلولی او سوله او روغه جوړه د دې هېواد د نوي راتلونکي د ابادولو لپاره يوازېنۍ لاره ده. هغه وويل

((د افغانستان د روغې جوړې بهير له مهم ګټور فرصت سره مخامخ دی. درې واړه خواوې غواړي چې سوله ييزو خبرو اترو ته د طالبانو د ژر بېرته رسېدو لپاره خپلمنځي همغږۍ پياوړې کړي. افغانستان غواړي په دوامداره توګه يو داسې سوله ييز پلان تطبيق کړي چې مخکې وړاندې شوی دی او له طالبانو سره د خبرو اترو د ژر بيا پيل کېدو لپاره به کوښښونه وکړي. چين او پاکستان د افغانانو تر مشرۍ او مالکيت لاندې د افغانستان د سولې بهير او روغې جوړې څخه کلک ملاتړ کوي او په مداومه توګه به د خپلو وړتياوو په کارولو سره په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي. ))

صلاح الدين رباني خبريالانو ته وويل، متقابل سياسي باور او روغه جوړه، د پرمختګ په برخه کې د همکارۍ او متقابل پيوست، د امنيت ساتنې او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخو کې همکارۍ د دې غونډې عمده موضوعات وو چې دا د افغانستان او سيمه ييز امنيت، ثبات او سمسورتيا لپاره ډېر مهم دي. هغه وويل

((په دغه غونډه کې يوه مهمه موخه دا وه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکارۍ لپاره فعاله زمينه برابره شي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې بريالتوب تر لاسه شي. افغانستان تل دا ادعا لري چې د دې هېواد سوله او ثبات د سيمې له سولې او ثبات سره نږدې اړيکې لري. په دغه غونډه کې مو د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په بهير کې خنډونه څرګند کړي او موږ به د دغو خنډونو د ليرې کولو لپاره عملي تدبيرونه ونيسو چې په افغانستان کې تاوتريخوالی له منځه يووړل شي. ))

وانګ يي وويل، چين د دې ستاينه کوي چې افغانستان او پاکستان د خپلمنځي اړيکو د ښه والي لپاره ډېر کوښښونه کړي دي. چين غواړي د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه والي په خاطر اړوند ملاتړ او مرستې برابرې کړي. په دغه غونډه کې درېيو خواوو د خپلمنځي همکاريو او اقتصادي پرمختګ په برخو کې هم ډېرې موافقې کړې دي. هغه وويل

((درې واړه خواوې په ګډه د يو کمربند او يوې لارې جوړونې د پرمخبيولو او د سيمه ييزې همکارۍ او اقتصادي پرمختګ د هڅولو په اړه موافقې ته رسېدلې دي. چين له افغانستان څخه ملاتړ کوي چې د جغرافيايي وړتيا په کارولو سره له بېلا بېلو هېوادونو سره محوری سټېشن جوړ کړي او د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په شمول له سيمه ييزو همکاريزو پروژو څخه ګټې واخلي. ))

د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قريشي وويل، پاکستان د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز له پروژې څخه ډېرې ګټې اخيستې دي، هغه هيله وښودله چې افغانستان هم په دغه پروژه کې ګډون وکړي او ترې ګټې واخلي. ده وويل

(( په دغه غونډه کې زما د ګډون موخه د باور کسر کمول او د دوه اړخيزې سوداګرۍ هڅول دي. د چين او پاکستان اقتصادي دهليز پروژه يو ډېر ګټور او ارزښتناک فرصت دی او موږ ټول ترې ګټې اخلو. غواړم چې له افغانستان سره دغه فرصت شريک کړو. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای