CRI Online

چين هېڅکله په بنسټيزو مسئلو کې لويه تېروتنه ونه کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-18 14:24:09

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په اتلسمه نېټه وويل چې که چين په نوې زمانه کې د اصلاحاتو او ورخلاصون په لوري په ثابت ډول روان وي، بايد د اصلاحاتو، پرمختګ او ثبات ترمنځ اړيکو ته په سمه توګه وګوري.چين يو لوی هېواد دی او هڅکله بايد په بنسټيزو مسئلو کې لويه تېروتنه ونه کړي. بايد د ستراتيژۍ،د ديالکتيک ماترياليزم ، نوښت او قانوني ادارې په تړاو مفکورې پياوړې، عمومي فکرونه او د لوړې کچې تګلارو جوړونه پياوړی شي،له موجودو مسئلو سره سم د چين پرمختيايي ستونزو ته پاملرنه وشي او د اصلاحاتو د تګلارو او د قانون جوړولو د تګلارو پر پيوستون ټينګار وشي تر څو د اصلاحاتو د تګلارو د جوړولو سويه لوړه شي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې بايد د اصلاحاتو په تړاو بېلا بېل تدبيرونه په جدي توګه پلې شي او اصلاحات، پرمختګ او ثبات دې واحد شي او دغه لوری نه شي بدليدای.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای