CRI Online

چين د ماشين په وسيله د کرهڼيزو چارو د پياوړتيا لپاره فعال کوښښونه کړي او کوي يې

cri     (GMT+08:00) 2018-12-20 16:25:24
چين د ماشين په وسيله د کرهڼيزو چارو د پياوړتيا لپاره فعال کوښښونه کړي او کوي يې

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د ډسمبر په نولسمه نېټه يوه خبري ناسته ترسره کړه. په دغه ناسته کې د ماشين په وسيله د چين د کرهڼيزو چارو بهير د هڅولو او د کرهڼيزو تجهيزاتو د کچې د لوړولو لپاره د اړوندو تګلارو او تدبيرونو محتويات وړاندې شول.

تر دې مخکې د چين د دولتي شورا په يوه غونډه کې د ماشين په وسيله د کرهڼيزو چارو د بهير د هڅولو او د کرهڼيزو تجهيزاتو د کچې د لوړولو په پار هر اړخيزې خبرې اترې وشوې. د ماشين په وسيله زراعتي چارې ترسره کول او د کرهڼيزو چارو لپاره د زراعتي تجهيزاتو کارونه او په کليوالو سيمو کې پياوړې کرهنيزې چارې ترسره کول، د توليدي توان د لوړولو لپاره يو مهم بنسټ دی او د کليوالو سيمو د ابادولو ستراتيژۍ د پلې کولو لپاره مهم ملاتړ دی. له وروستيو کلونو راهيسې، د زراعتي چارو په عصري کېدو سره د ماشين په وسيله د چين د کرهڼيزو چارو بهير او کرهڼيزو چارو ګړندی پرمختګ موندلی دی. د چين د زراعت او کليو پراختيا مرستيال وزير جانګ تاو لين په دغه ناسته کې وويل

((تېر کال د چين په زراعتي چارو کې د ماشيني تجهيزاتوعمومي ځواک نهه سوو اته اتيا مليونو کيلوواټو ته رسېدلی او په ټول هېواد کې د ماشينونو په وسيله د زراعتي توليداتو د کرکيلي او ريبلو انډول له ۶۶ سلنې څخه زيات شوی دی، د دې ترڅنګ د کرهڼيزو ماشينونو په برخه کې د لويه پيمانه لرونکو شرکتونو شمېر څه باندې ۲۴۰۰ ته رسېدلی دی. ويل کېږي چې چين په نړۍ کې د کرهڼيزو ماشينونو تر ټولو لومړی توليدونکی او استفادونکی هېواد دی.))

مرستيال وزير جانګ تاو لين وويل، چين اوس د کليوالو سيمو د ابادۍ ستراتيژي پلې کوي او د کليوالو سيمو د عصري کېدو بهير پرمخبيايي، نو د کرهڼيزو چارو په اړه لا لوړه غوښتنه لري. عمومي حالاتو ته په کتو، لاهم په ټول هېواد کې د ماشين په وسيله د زراعتي چارو بهير او د کرهڼيزو تجهيزاتو پرمختګ برابر او بشپړ نه دی. د دولتي شورا تر ترتيب لاندې به د کرهڼيزو چارو او کليو پراختيا وزارت، د صنعتي او مالوماتي کېدو وزارت به د ماشين په وسيله د کرهڼيزو چارو بهير او د کرهڼيزو تجهيزاتو کچې د لوړولو لپاره له نورو اړوندو ارګانونو سره په ګډه کوښښونه وکړي. هغه وويل

(( موږ پلان لرو چې تر ۲۰۲۵ کال پورې هغه موخې عملي کړو چې د کرهڼيزو تجهيزاتو بشپړ ډولونه ولري او کيفيت يې د نړۍ پرمختللې سويې ته ورسېږي، په ټول هېواد کې د زراعتي ماشينونو عمومي ځواک به د يو اعشاريه يو مليارډو کيلوواټو په سويه ثابت وساتو او د ماشينونو په وسيله د زراعتي توليداتو د کرکيلي او ريبلو انډول پنځه اويا سلنې ته ورسوو، د غلودانو، بورو، غوړو او پمبو په عمده توليدونکو سيمو او ولسواليو کې به په بنسټيزه توګه د کرهڼيزو ماشينونو له لارې کار وکړو ))

د چين د زراعت او کليو پراختيا وزارت د ماشين په وسيله د زراعتي چارو بهير د ادارې رياست مشر جانګ شينګ وانګ په دغه ناسته کې وويل دوی به په جدي توګه اړوندې تګلارې پلې کړي، هغه وويل

((د مقرراتو له مخې له ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې، ټول هغه وارد شوي بهرني کرهڼيز ماشينونه چې د مرستې اخيستلو په چوکاټ کې شامل وي، اړوندې مرستې اخيستلی شي. يعنې کليوال د دغو بهرنيو ماشينونو د اخيستلو په وخت کې حکومتي مرستې هم تر لاسه کولای شي. د کرهڼيزو ماشينونو په برخه کې عادلانه سيالۍ به وهڅول شي او خلک به ترې ريښتنې ګټې پورته کړي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای