CRI Online

د لوړ کيفيت پرمختګ د موندلو لپاره چين بايد لاپرانيستی وي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-20 21:32:41

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د ۴۰مې کاليزې په لمانځغونډه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د ۹ تجربو د راغونډولو په وخت کې وويل چې چين بايد د ورخلاصون پراختيا ته دوام ورکړي او په دوامداره توګه د انساني برخليک د ګډې ټولنې جوړولو ته وده ورکړي. دا تجربه په راتلونکي کې د چين د اقتصاد د لوړ کيفيت د پرمختګ لپاره ستر اهميت لري.

۴۰کاله دمخه چين يو تړل شوی او يا نيمه تړل شوی دولت درلود او د مالونو سوداګرۍ په نړۍ کې ۲۹م مقام درلود. د ۱۹۷۸ کال په دسمبر کې د چين د کمونېست ګوند پرېکړه وکړه چې د هېواد اقتصادي پرمختګ ته پام واوړي او اقتصادي تاسيسات يې جوړ کړل او په دې کار سره اصلاحات او ورخلاصون د چين دروازه پرانيستله او د چين د پرمختګ د خوځنده ځواک د رامنځته کېدو لامل شو.

په تېرو ۴۰ کلونو کې په چين کې ځانګړې اقتصادي سيمې جوړې شوې او بهر ته د سمندر پر غاړه او د منځنۍ برخې ښارونو دروازې پرانيستل شوې. بر سېره پر دې،چين په نړيوال سوداګريز سازمان او د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې ګډون کړی، د ازادې سوداګرۍ ۱۲ ازمايښتي سيمې يې جوړې کړې او د چين ځانګړتيا لرونکي ازاد سوداګريز بندر د جوړولو وړانديز يې وکړ چې د ټول هېواد مجموعي، څو اړخيزه او پراخه نوې بڼه رامنځته شوې ده.دغه راز چين په نړۍ کې لومړی لوی سوداګريز هېواد او د ۱۲۰ هېوادونو او سيمو تر ټولو لوی سوداګريز همکار دی.په ۲۰۱۷ کال کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د ۱۹۷۸ کال په پرتله ۳۳ اعشاريه ۵ چنده زياته شوی چې دغه ارزښت په منځنۍ توګه هر کال ۹ اعشاريه ۵ سلنه زيات شوی دی.

چين د ۴۰ کلونو اصلاحاتو او ورخلاصون او نوې مرحلې ته د اقتصادي پرمختګ د ننوتلو نتيجه ده. څنګه ترلاسه کړې؟ د دولت رئيس شي جين پينګ ډېر پياوړی ځواب ورکړ: په تېرو ۴۰ کلونو کې د چين اقتصادي پرمختګ تر پرانيستو شرايطو لاندې تر لاسه شوی دی. په راتلونکي کې د چين اقتصاد لوړ کيفيت پرمختګ هم بايد د لا پرانيستو شرايطو لاندې تر لاسه شي.

د څېړونکو په اند د چين مشرانو له روان کال راهيسې ورخلاصون ډېر ځله ياد کړی. د ډېرو نړيوالو او دوه اړخيزو فرصتونو په ترڅ کې د دولت رئيس شي جين پينګ بهر ته يو سم او ثابت پيغام واستاوه چې د چين ورخلاصون به هېڅکله ونه ځنډوي.په تېرو څو مياشتو کې د چين ګمرکي عمومي سويه ۷ اعشاريه ۵ سلنې ته ټيټه شوې او د ماليې،موټرو،الوتکو او بيړيو برخې بهرنيو پانګو ته نورهم پرانيستل شوې دي چې د چين د لومړۍ دورې نړيوال وارداتي نندارتون کې د معاملو ارزښت ۵۷ مليارډو ۸ سوو مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی.

د رئيس شي جين پينګ په وينا کې د يو کمربند او يوې لارې ابادي بې له شکه د چين لپاره مهم ډګر دی چې د داخلي او بهرنيو دواړو لوړ کيفيت لرونکی پرمختګ ترلاسه کړی.

خلک به وګوري چې د چين راتلونکی، لکه چی شي جين پينګ داسی بيان کړی چې د لوړې کچې ورخلاصون ته وده ورکول به هېڅکله ختم نه شي. د پرانيستي نړيوال اقتصاد د جوړولو بهير او د انساني برخليک د ګډې ټولنې د ابادولو سرعت به هم ونه ځنډول شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای