CRI Online

د چين او امريکا کاري ډلو د راتلونکو مشورتي موضوعاتو او ترتيباتو په باب بحث وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-12-21 15:09:25

د چين د سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي وياند ګاو فنګ د ډسمبر په شلمه نېټه په بېجينګ کې د دې خبر پخلی وکړ چې د چين او امريکا کاري ډلو يو له بل سره نژدې تماسونه نيولي او د راتلونکو مشورتي موضوعاتو او ترتيباتو په باب يې بحثونه کړي دي.هغه زياته کړه چې د چين او امريکا ترمنځ د مشورو موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريز اصطکاک له منځه وړل دي.دواړه خواوې دې يوازې يو د بل ګټو ته پاملرنه وکړي او په يو لوري دې ګامونه پورته کړي او د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا تر لاسه شوې ګډې نظريې دې پلې کړي.

د چين او امريکا مشرانو د روانې مياشتې په پيل کې د ارجنټاين په پلازمينه بوينس ايرس کې سره ملاقات وکړ او موافقه يې وکړه چې دوی به د همغږۍ، همکارۍ او ثبات پربنست دوه اړخيزې اړيکې پرمخبوزي او د سوداګريزو مسئلو په هکله ګډو نظريو ته به ورسيږي او د متقابلې ګمرکي تعرفې زياتوالی به قطع کړي.نوموړي د چين د سوداګرۍ وزارت په يوه خبري ناسته کې چې د روانې مياشتې په شلمه نېټه  تر سره شوه،زموږ د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې داسې وويل مونږ پلان لرو چې له امريکا سره سلامشورې وکړو. د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ تر ملاقات وروسته د دواړو خواوو کاري ډلو يو له بل سره نژدې تماسونه ساتلي او د مشورتي موضوعاتو او ترتيباتو په باب يې مشخص بحثونه کړي دي. دواړه خواوې به د مشورو له اړتياوو سره سم پر وخت د کتنې او تليفوني خبرو اترو په شمول مشورتي فعاليتونه ترتيب کړي تر څو په ياد ملاقات کې تر لاسه شوې ګډې نظريې پلې شي.

د چين د سوداګرۍ وزارت ويبپاڼې خبر ور کړی چې د ډسمبر په ۱۹مه نېټه د سوداګريزو او اقتصادي مسئلو په هکله د چين او امريکا ترمنځ د مرستيال وزيرانو په کچه تليفوني خبرې اترې وشوې او د ګډې علاقې وړ مسئلو په باب يې سلامشوره وکړه.نوموړي په دې اړه زياته کړه چې دواړو خواوو په همدې ورځ په تليفوني خبرو اترو کې له متقابلو ګټو او ګډو اړتياوو سره سمې سوداګريزې برابرۍ، د پوهنې ملکيت حق د ساتنې په شمول ځينو موضوعاتو په باب جدي بحثونه وکړل او د راتلونکو مشورو د ترتيباتو په هکله يې د نظريو تبادله وکړه.

د پاملرنې وړ ټکی دا دی چې د شلو هېوادونو د ډلې په سرمشريزه غونډه کې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ تر ملاقات وروسته د چين د دولتي شورا د ګمرکي تعرفې د مقرراتو کميټې پرېکړه وکړه چې د ۲۰۱۹ کال د جنوري له لومړۍ نيټې څخه د همدې کال د مارچ تر ۳۱ مېنيټې پورې د امريکا د موټرونو او د موټر پرزو په اړه د ګمرکي تعرفو زياتوالی د دريو مياشتو لپاره بند کړي.د دې ترڅنګ د امريکا د سوداګرۍ استازو دفتر هم د ۲۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د چيني توليداتو د ګمرکي تعرفو د زياتوالي وخت د ۲۰۱۹ کال د مارچ د دوهمې نيټې تر دوولسو بجو پورې اوږد کړ.د دواړو خواوو د يادو کړنو له امله د دوه اړخيزو اقتصادي او سوداګريزو اړيکو مثبتې نښې نښانې ليدل کيږي.وياند ګاو فنګ په دې هکله وويل تر اوسه پورې دواړو خواوو په علني توګه تدبيرونه نيولي او مثبت نيتونه يې ښودلی چې دا د مشورو د سالم پرمختګ لپاره مهم شرط دی .د دواړو خواوو ترمنځ د مشورو موخه د سوداګريز اصطکاک له منځه وړل او لېری کول دي.

د ۲۰۱۸ کال د چين او امريکا د سياسي اړيکو د ګډې اعلاميې د خپرېدو له ۴۰ کاليزې سره برابر دی.تېر کال د چين او امريکا ترمنځ د مالونو سوداګريز ارزښت ۵۸۰ مليارډه امريکايي ډالرو ته رسيدلی و او د خدمتي سوداګرۍ ارزښت يې له ۱۲۰ مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی واو دوه اړخيزې پانګونې يې له ۲۳۰ مليارډو امريکايي ډالرو څخه زياتې شوې دي چې دا د دوه اړخيزو اړيکو د ثبات ساتلو لپاره د چين او امريکا ترمنځ د سوداګريزو اړيکو رول لاهم څرګندوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای