CRI Online

چين به په پوره توګه ټاکل شوې نقشه پلې کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-21 21:06:45

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د ۴۰مې کاليزې د لمانځنې په مناسبت نړيوالې ټولنې په جلا جلا توګه د دې څېړنه کوي چې چين په تېرو ۴۰ کلونو کې څه کړي دي چې په نړۍ کې يې معجزه رامنځته کړې ده. ډېری څېړونکي او رسنۍ دې پايلې ته رسېدلي چې د نظامونو نوښت، د عملونو ازمويل، د ځان پوهې ته وده ورکول او داسې نور په نړۍ کې د چين د معجزې رامنځته کولو لاملونه دي. خو دوی په عمومي توګه دا حقيقت په پام کې نه نيسي چې چين د هېواد اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره له نقشې سره سم دوامدار او پياوړی اجرائيوي ځواک لري. پورته ياد شوي ټکي دا ثابتوي چې چين به د اصلاحاتو او ورخلاصون په لار کې تل له ټاکل شوو موخو سره سم کارونه تر سره کړي.

د چين اصلاحات او ورخلاصون د کليوالي سيمو له اصلاحاتو پيل شوی. په دې کال کې د چين د ان هوی ولايت د شياو ګانګ کلي ۱۸ بزګرو پرېکړه وکړه چې د کلي ځمکه په خپل منځ کې سره وويشي. په داسې حال کې چې ټاکل شوې غله حکومت ته ورکړي، پاتې محصولات پخپله واخلي. دې اصلاحاتو په چټکۍ سره د چين په بېلا بېلو ځايونو کې وده کړې. له ۱۹۸۲ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې د چين د کمونېست ګوند لومړنی سند د چين د کليوالي اصلاحاتو او پرمختګ په اړه وو.

د چين د ورخلاصون سرعت په ګوانګ دونګ ولايت او شن جن ښار کې پيل شو.شي جين پينګ د چين د مرکزي کميټې عمومي منشي په توګه تر ټاکل کېدو وروسته لومړی له شن جن ښار څخه ليدنه وکړه. هغه د دنګ شياو پينګ له قوله ويلي و چې موږ بايد خپل ذهنونه آزاد کړو، د پرمختګ د لارو چارو موندلو لپاره هڅې وکړو. چين بايد په راتلونکي کې هم دغې سمې لارې ته دوام ورکړي.

څو ورځې دمخه، شي جين پينګ يو ځل بيا شن جن ښار ته سفر وکړ او هلته يې وويل: "د چين اصلاحات او ورخلاصون به هېڅکله و نه ځنډوي.په راتلونکو۴۰ کلونو کې به چين داسې نوې لاسته راوړنې ولري چې په نړۍ کې به اغېزمنه بڼه ومومي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای