CRI Online

تبصره : په دريو ټکو کې د چين د اقتصادي پرمختګ پېژندنه

cri     (GMT+08:00) 2018-12-24 18:04:23

تېره اوونۍد اقتصاد په اړه د چين د مرکزي حکومت کاري غونډه ترسره شوه. په دغه غونډه کې په ۲۰۱۸ کال کې د اقتصادي کارونو يادونه وشوه، د چين اوسنی اقتصادي وضعيت پکې وڅېړل شو او د ۲۰۱۹ کال لپاره د چين د مرکزي حکومت د اقتصادي کارونو په اړه پکې سپارښتنې وشوې. په دغه غونډه کې مالومات ورکړل شول، چې په دريو برخو کې د چين اقتصادي پرمختګ ښه پېژندل کيږي.

لومړی: په روان کال کې د اقتصادي پرمختګ لاسته راوړنې په اسانه نه دي ترلاسه شوي. په دغه غونډه کې دې ته اشاره وشوه چې سږکال د چين اقتصادي او ټولنيزه وده په ثابته او سالمه توګه ساتل شوې خو لاسته راوړنې يې په اسانه نه دي ترلاسه شوي. د چين حکومت له تېر څخه دا تجربه ترلاسه کړې چې په بايد راتلونکي کې د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې پر لارښوونې ټينګار وکړي، د اوسني اقتصادي وضعيت د پېژندلو لپاره بايد پراخ لر ليد ولري، بايد په مناسب ډول په عمومي توګه اقتصاد کنترول کړي، بايد پر وخت د ټولنې د پاملرنې وړ پوښتنو ته ځوابونه ورکړي او اقتصادي پرمختګ ته بايد ټول مثبت عوامل راټول کړي.

دوهم: په دغه غونډه کې دا هم وويل شول، چې په رښتيا هم د چين اقتصادي پرمختګ له ننګونو سره مخامخ دی، خو په مخ کې مهم فرصتونه هم لري او د اوږد مهال لپاره به له فرصتونو سره مخ وي. که څه هم د اقتصاد د نړيوال کېدو بهير له ستونزو سره مخ دی، خو پر شا به تګ ونه کړي او په نړيوال صنعتي ځنځير کې به بېلابېلې خواوې يو له بل سره داسې وتړي چې سره جلا به نشي. دغه راز چين ستر بازار لري او د خپل ورخلاصون د پياوړتيا لپاره يې نوي تدبيرونه هم غوره کړي دي. برسيره پردې، د بې وزلۍ د کمولو، د اقليمي بدلون د مخنيوي او سوله ساتو همکاريو کې نړېواله ټولنه چين ته اړتيا لري.

درېيم: په دغه غونډه کې د راتلونکي کال لپاره يولړ اقتصادي تدبيرونه وړاندې شول. مثلاً د چين حکومت به د توليد او تخنيکي نوښت د پياوړتيا لپاره د دولتي لابراتورونو سيستم جوړ کړي، د تصديو د پرمختګ او د خلکو د لګښت توان د لوړولو لپاره به اړوند ماليات نورهم کم کړي، په چين کې د بهرنيو تصديو د حقه حقونو ساتنه به پياوړې کړي او داسې نور چې له دې څخه د ورخلاصون د پياوړتيا او د سوداګريز چاپيريال د ښه والي په اړه د چين ټينګ هوډ او باور څرګنديږي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای