CRI Online

تبصره : د چين نوی هويت

cri     (GMT+08:00) 2018-12-25 15:32:12

د م م اسامبلې پدې وروستيو کې يو پرېکړه ليک تصويب کړ چې له مخې به يې له ۲۰۱۹ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د م م په عادي بودجه کې د چين له خوا د ور کول کېدونکو پيسو انډول له۷.۹۲٪ څخه ۱۲.۰۱٪ ته لوړ شي او د م م د سوله ساتنې اړونده بودجه کې به د چين د ونډې دغه انډول له ۱۰.۲۴ ٪ څخه ۱۵.۲۲ ٪ ته لوړ شي چې په دې سره به چين د م م په يادو دواړو بودجو کې دوهم لوی پيسې ورکوونکی هېواد وګرځي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند په نړيواله ټولنه کې د چين د ياد نوي هويت په اړه وويل، چې دا په نړۍ کې د دوهم لوی اقتصاد په توګه د چين د اقتصادي عمومي حجم او د چينايانو د هرتن په سر عايداتو د زياتېدو نتيجه ده او ورڅخه په نړۍ کې د چين د اغېزو لوړتيا هم څرګنديږي.

سږکال د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون له ۴۰ مې کاليزې سره برابر دی. د چين رښتينی کلنی اقتصادي زياتوالی ۹.۵٪ته رسيدلی او چينايان هم له بې وزلۍ څخه نسبتاً شتمنې ټولنې ته داخل شوي دي. په ۲۰۱۳ کال کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د " يوه کمربند او يوې لارې " د بيا جوړولو وړانديز وړاندی کړ او په دې وروستيو پنځو کلونو کې څه باندې ۱۰۰ هېوادونو او سيمو په فعاله توګه له دې وړانديز څخه ملاتړ کړی او پکې يې ګډون هم کړی، دغه راز تر ۷۰ ډېرو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له چين سره د دغه وړانديز په اړه د همکاريو تړونونه لاسليک کړي دي.

د اتوپيا هېواد کوم چې بهرنۍ رسنۍ کله کله ورته "د افريقا چين " وايي، د پانګونې کمېټې يې شمېرنه ښيي چې له ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې په دې هېواد کې ۲۷۹ چيني تصديو سوداګريز فعاليتونه پيل کړي، ځايي خلکو ته يې۲۸۳۰۰ کاري فرصتونه برابر کړي او د دغه هېواد اقتصادي پرمختګ ته يې قوي خوځنده ځواک ورکړی دی.

چين د خپلو اصلاحاتو او ورخلاصتون په تېرو ۴۰ کلونو کې ډېر خدمتونه ترسره کړي دي، له دغو خدمتونو سره سم وړاندوينه کيږي چې چين به له بېلابېلو هېوادونو سره په ګډه د دايمي سوله لرونکې، امنيه، ګډه سمسورتيالرونکې، پرانيستې، جامعې، پاکې او ښکلې نړۍ د جوړولو لپاره زيات خدمتونه ترسره کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای