CRI Online

چين به د شخصي مالياتو ور کوونکو لپاره د شپږو ځانګړو برخو د ماليې د بښلو نوی نظام پلې کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-25 16:05:45
<P>د شخصي مالياتو قانون چې د چين له خوا تازه تعديل شوی ، او په شخصي ماليه کې د شپږو ځانګړو برخو د ماليې د بښلو نوی نظام به د راتلونکي کال د جنوري له لومړۍ نيټې څخه پلې شي.د چين د ماليې وزارت او د چين د ماليې عمومي ادارې د ډسمبر په ۲۴مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې د ياد نظام تر پلې کېدو وروسته بښل کېدونکې ماليه به په واقعي توګه د خلکو له خوا تر لاسه شي چې دا به د بازاري باور د ټينګښت او د اقتصاد د باکيفيته پرمختګ د موندلو لپاره مثبت رول ولوبوي.
<P>د چين د ماليي وزارت مرستيالې مېرمن چنګ لي هوا د ډسمبر په ۲۴مه نېټه د دولتي شورا له خوا په يوه جوړه شوې نوبتي خبري ناسته کې وويل چې د اکتوبر په لومړۍ نيټه په چين کې د شخصي ماليې پيل بدل شوی و. تر هغه وروسته به په شخصي مالياتو کې د شپږو ځانګړو برخو د ماليې د بښلو نظام پلی شي چې له دې امله به يې بښل کېدونکې پيسې د خلکو له خوا تر لاسه شي.هغې وويل د شخصي ماليې په اصلاحاتو کې ډېر تدبيرونه نيول شوي او د بنسټيزو لګښتونو د معيار د لوړوالي، په شپږو ځانګړو برخو کې د ماليې د بښلو او د ماليې انډول د تنظيمولو له لارې پر ماليه ورکوونکو بانندې فشارونه او بارونه کم شوي دي.د روان کال د اکتوبر په لومړۍ نيټه د بنسټيزو لګښتونو معيار لوړ شوی او تر هغه وروسته د هغو کسانو د ماليي د کموالي انډول چې مياشتنی معاش يې څه کم شل زره يوانه دي، له پنځوس سلنې څخه اوښتی او له دې امله ډېر کسان د شخصي ماليې ورکولو ته اړتيا نه لري.د راتلونکي کال د جنوري په لومړۍ نيټه د ياد نظام تر غوره کېدو وروسته به ماليه ورکوونکي د شخصي ماليې له کموالي څخه د ګټه اخيستنې ترڅنګ له دې نظام څخه هم ګټه واخلي.
<P>د چين د ماليې ادارې او څانګو د راتلونکي کال په پيل کې د ملکيانو له خوا د ماليې له کموالي څخه د ګټې اخيستلو لپاره د ماليې د ور کولو پروسې د اسانولو په شمول ډېرو برخو کې تيارياني نيولې ده.د چين د ماليې عمومي ادارې مرستيالې ليو لي جيان وويل تر زياتې اندازې پورې مو ماليه ورکوونکو ته د امتيازونو ورکولو لپاره مو اړونده پروسه اسانه کړې ده.لومړی ماليه ورکوونکي يوازې له خپل حالت سره سم اړوند معلومات وړاندې کړي، نو ماليه به يې کمه او وبښل شي.دوهم که ناوخته او وروسته ياد معلومات وړاندې شي، ماليه يې بښل کېدا شي.درېيم ،که ماليه ورکوونکي په لومړي کال کې هغه غوښتنه ونه کړي چې په شپږو ځانګړو برخو کې ماليه بښل شي، په دوهم کال کې به لاهم په شپږو ځانګړو برخو کې د ماليې له بښلو څخه امتيازونه تر لاسه کولی شي.د بېلا بېلو کچو د ماليي ادارې به د ماليې د کموالي لپاره اغيزمن او خوندي خدمتونه وړاندې کړي.
<P>د چين د ماليې وزارت مرستيالې چنګ لي هوا همدارنګه وويل چې مونږ به په ځانګړې توګه د معلوماتي سيستم د غوره کولو او د شمېرنو د شريکولو لپاره هڅې وکړو او د بېلا بېلو څانګو ترمنځ د معلوماتو د شريکولو له لارې به ماليه ورکوونکو ته د ماليي تګلارو امتيازونه ور کول شي.
<P>سربېره پردې د چين حکومت په دې برخه کې د هانکانګ، مکاو او تايوان اوسېدنکو او بهرنيانو ته امتيازونه هم ور کړي دي. د چين د ماليې وزارت مرستيالې چنګ لي هوا وويل بهرنيان او د هانکانګ ، مکاو او تاوان اوسيدونکي چې زمونږ له شرايطو سره سمون لري،هم له دغو امتيازونو څخه برخمن شي چې دا به د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د پراخوالي او له چينه بهر د وګړو د راجلبولو لپاره ګټوره وي.</P>
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای