د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ډسمبر په ۲۵ مه نېټه په بېجينګ کې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره کتنه وکړه. دواړو خواوو د افغانستان د نويو حالاتو بدلونو په اړه ژورې خبرې اترې وکړې او پراخې ګډې نظريې يې شريکې کړې. دواړو خواوو په يوه خوله وويل چې په پوځي لارې د افغانستان مسئله نه شي حل کېدای، بلکې سياسي لارې چارې د دغې مسئلې يوازنۍ حل لاره ده. دواړه خواوې په دې اړه د بېلا بېلو خواوو کوښښونو هرکلی کوي او غواړي په دې اړه ژورې تبادلې او ستراتيژيکه همغږي وساتي. دواړو خواوو له دې سره هم موافقه وکړه چې د چين او پاکستان تر منځ هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې به بيا ژورې او په بېلا بېلو برخو کې به د همکارۍ ساحي پياوړې کړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |