CRI Online

په بېجينګ کې د ۲۰۱۹کال لپاره د پارکي چارو نړيوال نندارتون جوړونې چارې تقريباً بشپړې شوې

cri     (GMT+08:00) 2018-12-27 16:33:57
په بېجينګ کې د ۲۰۱۹کال لپاره د پارکي چارو نړيوال نندارتون جوړونې چارې تقريباً بشپړې شوې

د ۲۰۱۹کال د پارکي چارو نړيوال نندارتون چې عنوان يې شين ژوند او ښکلی کور دی، د راتلونکي کال د اپريل له ۲۹مې نېټې څخه د اکتوبر تر اوومې نېټې پورې به په بېجينګ کې ترسره شي. د دې نندارتون د تشکيلاتي کمېټې مسئول د ډسمبر په ۲۶مه نېټه وويل، د دې نندارتون د جوړونې بېلا بېل کارونه بشپړ شوي او د نندارو ترتيبات هم ترسره شوي دي. دغه نندارتون ښايي په تاريخ کې تر ټولو لويه پيمانه ولري او د ګډونوالو شمېر ممکن تر ټولو ورته نندارتونونو زيات شي.

په بېجينګ کې د ۲۰۱۹کال دغه نړيوال نندارتون به د کون مينګ د ۱۹۹۹کال تر نندارتون او د شانګهای د ۲۰۱۰ کال تر نندارتون وروسته د چين په کوربه توب تر ټولو لوړه کچه او لويه پيمانه لرونکی نړيوال نندارتون وي. د دې نندارتون په ۱۶۲ ورځو کې به پر ګلانو او بڼوالۍ چارو سربيره رنکارنګ فعاليتونه هم ترسره شي. د دې نندارتون د تشکيلاتي کمېټې مرستيالې جيانګ ځه هوې د دې نندارتون د جوړولو د نظريو په هکله وويل

((موږ به د نويو نړيوالو اړيکو په نظر بېلا بېلو هېوادونو ته د چين د ګلانو او بڼوالۍ چارو د پرمختګ برياليتوبونه او د ګلانو د کلتور په اړه ژور مالومات وروپېژنو او د باغدارۍ چارو په برخه کې به نړيوالې تبادلې او همکارۍ پياوړې کړو چې په ګرده نړۍ کې د شين پرمختګ او ايکولوژيکی تمدن نظريو خپرېدل وهڅول شي. په بېجينګ کې به دغه نړيوال نندارتون د ګلانو او بڼوالۍ چارو د نړيوالې همکارۍ لپاره نوی فرصت برابر کړي. دا نه يوازې د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په بهير کې د چين د بڼوالۍ او ګلانو چارو په برخه کې يو لوی کار دی، بلکې د نړۍ د بڼوالۍ او ګلانو چارو په برخه کې يو د پام وړ عمل هم دی. ))

د روانې مياشتې تر ۱۹مې نېټې پورې۸۶ هېوادونو او ۲۴ نړيوالو سازمانونو د ليکونو له لارې په دغه نندارتون کې د ګډون تاييد کړی. د روسيې، بريتانيا، قطر او د م م د يونيسکو سازمان په شمول ۸۰ هېوادونه او نړيوال سازمانونه به په بهرني نندارتون کې ګډون ولري، د سوريې، اوکراين او د م م د اقليمي موسيسې په ګډون ۳۳ هېوادونه او نړيوال سازمانونه به په داخلي نندارتون کې برخه واخلي.

د بېجينګ مرستيال ښاروالې او د دې نندارتون د تشکيلاتي کمېټې مرستيالې او سرمنشې وانګ هونګ وويل، په دې نړيوال نندارتون کې د ګډونوالو شمېر په نړۍ کې د ګلانو او بڼوالۍ چارو د لومړۍ کچې په نړيوالو نندارتونونو کې لومړی ځای نيسي او تر اوسه د دې نندارتون د جوړونې بېلا بېل کارونه او ترتيبات بشپړ شوي دي.

په عين وخت کې د دې نندارتون په موده کې فعاليتونه تقريبا ټاکل شوي دي. د پرانيستلو، پای مراسمو، د هېوادونو د غرفو ورځو او وياړي ورځو سربيره، د مسلکي فورمونو او نړيوالو سياليو په شمول به څه باندې دوه زره پنځه سوه فعاليتونه تر سره شي. کورني او بهرني سيلانيان به د بڼوالۍ او ګلانو چارو د کتلو تر څنګ د نړۍ د بېلا بېلو سيمو له رنګارنګو کلتورونو څخه خوندونه واخلي.

د دې نندارتون په تشکيلاتي کارونو کې د ګلانو او نباتاتو واردات او صادرات يوه لازمه مسئله ده. د چين د معاملو د هڅونکې کمېټې مرستيال ين ځونګ هوا وويل، اوس چين په دې برخه کې بشپړې تګلارې ټاکلې دي. هغه وويل

((د ګمرکاتو عمومي ادارې په ځانګړې توګه د لنډمهالي صادراتي او وارداتي توکو د ادارې طريقه اصلاح کړې چې له ګمرکي ادارې څخه د دې نندارتون لپاره د توکو د تېرېدو چارې اسانه او موثريت به يې لوړ شي. د چين د بازار د نظارت او ادارې عمومي رياست د دې نندارتون په اړه د ځانګړو او سوداګريزو نښو د ثبتولو په برخه کې هم ډېرې مرستې کړې دي. ))

په دې وروستيو کلونو کې د چين د ګلانو چارو هم ګړندي پرمختګ موندلي، اوس چين په نړۍ کې د ګلاتو تر ټولو لوی توليدونکی مرکز ګرځېدلی دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای