CRI Online

د افغانستان حالات ورځ په ورځ ترينګلي کېږي، نو امکان شته چې د ولسمشريزو ټاکنو نېټه وځنډېږي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-28 16:04:09

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون د دسمبر په اووه ويشتمه نېټه څرګنده کړه چې ښايي ولسمشريزې ټاکنې چې د پلان له مخې د راتلونکي کال په اپريل کې تر سره شوې وای، په هېواد کې د وضعيت د ورځ په ورځ ترينګلي کېدو له امله وځنډيږي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د روانې دورې ولسمشريزې ټاکنې بايد د ۲۰۱۹ کال د اپريل له ۲۲مې نيټې څخه مخکې تر سره شي. خو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون وياند د روانې مياشتې په ۲۷مه نېټه وويل چې دغه کميسيون پريکړه کړې چې د ولسمشريزو ټاکنو وخت به دوې مياشتې وځنډيږي تر څو د روان کال په اکتوبر کې په پارلماني ټاکنو کې د ګډوډۍ د رامنځته کېدو مخه ونيول شي. هغه وويل چې د ولسمشريزو ټاکنو ځنډيدل به دوی ته وخت ورکړي چې د پارلماني ټاکنو په ترڅ کې تخنيکي مسئلې حل شي. په پارلماني ټاکنو کې د درغليو او لاس وهنو د تورونو او د انتخاباتو د نتيجې د ځنډېدو په شمول زياتې مسئلې رامنځته شوې دي. په هغه وخت کې د ټاکنو کميسيون ځيني کارکوونکي چې بايومقديک د بيلوژيکی ځانګړتياوو له مخې د پيژندنې د سيستم لپاره روزل شوي، د رايي ورکونې په ستېشنونو کې مسلکي او روزل شوي کسان نشته، او رايي ورکوونکي د رايو ورکونو په لست کې خپل نومونه نه شي پيدا کولی. اوسمهال اړوند مامورين او کارکوونکي بايد د رايي ورکوونکو د نومونو لست د څارنې لپاره لا زيات وخت ولري او د هويت د پيژندنې سيستم کارکوونکي وروزي تر څو په پارلماني ټاکنې کې د ستونزو د بيا رامنځته کولو مخه ونيسي. اوسمهال د ټاکنو خپلواک کميسيون د احتمالي کانديدانو په شمول له اړوندو خواوو سره غونډه تر سره کوي چې د رايي ورکونې وخت د ځنډيدنې په اړه ورسره بحث وکړي.

د روانې مياشتې په شلمه نېټه د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان څخه د خپلو پوځونو د ايستلو پلان اعلان کړ، خو په دې وروستيو کې په دغه هېواد کې ترهګريز بريدونه په پر له پسي ډول پيښ شوي دي. د افغانستان حالات اوس په يو حساسه پړاو کې دي چې په دې وخت کې د ټاکنو خپلواک کميسيون د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډېدو اعلان کړی. که څه هم امريکا په رسمي توګه له افغانستان څخه د پوځونو د ايستلو اعلان نه دی کړی، خو بيا هم دغه وړانديز په افغانستان کې د زياتو خواوو انديښنې سبب شوی. خلک انديښنه لري چې له افغانستان څخه د امريکايي پوځ ايستل به په دغه هېواد کې د ملي پوځ کمزورتيا لامل او د طالبانو زور به زيات شي. که د امريکا تر ملاتړ لاندې د محمد اشرف غني حکومت ړنګ شي، طالبان به بيا واکمن شي، امکان شته چې افغانستان به په کورنۍ جګړه کې ښکېل شي.

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قومندان سکاټ ميلر د دسمبر په ۲۳مه نېټه وويل چې تر اوسه يې له دغه هېواد څخه د ځواکونو د وتلو حکم نه دی تر لاسه کړی. د روانې مياشتې په ۲۴مه نېټه په کابل کې پر حکومتي ودانيو بريدونه وشول چې له امله يې لږ تر لږه ۴۳تنه وژل شوي، لس تنه ټپيان او څه دپاسه ۳۰۰ کارکوونکي او عادي خلک د يرغملو په توګه وتښتول شول. دا په کابل کې په روان کال کې ۲۲مترهګريز بريد و. تېر ځل د نومبر په ۲۸مه نېته د کابل په نهمه محافظه سيمه کې د موټر بم چاودنه وشوه چې له امله يې لس تنه ووژل او ۱۹تنه نور ټپيان شول. د څېړونکو په اند په دې وخت کې چې په افغانستان کې حالات ترينګلي دي او د راتلونکې روښانه نه ده، د ولسمشريزو ټاکنو تر سره کول به د لا سختې ترينګلتيا سبب شي، نو دا يوه هوښياره پريکړه ده چې ولسمشريزې ټاکنې وځنډېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای