CRI Online

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات به د جولای میاشتې ته وځنډول شي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-31 09:51:20

عکس: مالوماتی عکس دی

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات به د جولای میاشتې ته وځنډول شي

د سین هوا اژانس د خبر له مخې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي د روانې میاشتې په ۳۰ نېټه وویل چې د ولسمشرۍ انتخابات به د تخنیکي، امنیتي او پیسو په ګډون یو لړ ستونزو له امله د جولای میاشتې ۲۰ نیټې ته وځنډول شي چې پخوا د اپریل میاشتې ۲۰ نیټه ټاکل شوې وه.

ځایي خبري رسنیو ویلي د ولسمشرۍ ټاکنو د مهالویش په اړه له دغې پریکړې څخه افغان حکومت هم ملاتړ کړی دی.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای