CRI Online

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۹ کال د نوي کال د مبارکۍ پيغام

cri     (GMT+08:00) 2018-12-31 20:37:47


د نوي کال مخکې د چين دولت رئيس شي جين پينګ د چين د ميډيا ګروپ او د انټرنيټ له لارې د ۲۰۱۹ کال د نوي کال د مبارکۍ پيغام خپور کړ. اوس مهربانې وکړئ چې دغه پيغام واورئ:

ملګرو، دوستانو، اغلو او ښاغلو:

سلامونه او نيکې هيلې! وخت د هېچا خاطر نه کوي او هميشه تیریږي. ۲۰۱۹ کال به ژر راورسيږي او زه په بېجينګ کې ټولو ته د نوي کال په مناسبت نيکې هيلې او سلامونه وړاندې کوم.

په ۲۰۱۸ کال کې ډېر کارونه تر سره شوي او مونږ چټک ګامونه پورته کړي. په داسې کال کې چې بېلا بېل خطرونه او ننګونې موجودې وي، د لوړ کيفيت په ساتلو سره اقتصادي پرمختيا هڅول شوې، د نويو او زړو انرژيو د بدلولو سرعت چټک شوی او اقتصاد په معقوله اندازه پرمختګ کړی دی. د شنې هوا، پاکو اوبو او خاورو د ساتلو کارونه په سالمه توګه روان و، د خلکو ژوند په اړوند بېلا بېل کارونه په چټکه توګه پرمختګ کړی او د خلکو ژوند په دوامداره توګه ښه شوی دی. د بېجينګ، تيان جين ښارونو او د هه بې ولايت د ګډ پرمختګ، د يانځه سيند په اقتصادي کمربند کې د پرمختيا او د ګوانګ دونګ ولايت، هانکانګ او مکاو په شمول د لويې سيمې ابادۍ په شمول دولتي ستراتيژې په ثابته توګه تطبيق شوې ده. ما له بېلا بېلو ځايونو څخه د ليدنې کتنې په وخت کې په خوشحالۍ لېدنې وکړې، د يانځه سيند په دواړو غاړو کې شنې ونې ښکلې منظرې جوړې شوي، د جيان سان جيانګ په غاړه کې شولې په ښه توګه وده کوي، د شن جن ښار په چيان های سيمه کې چاپيريال ډېر ښه شوی، د شانګهای ښار په جانګ جيانګ کې هر څه قوي او فعال دي، د هانکانګ، جو های او مکاو تر منځ لوی پل دري ځايونو سره ونښلول....... دغه کارونه ټول د چين د بېلا بېلو قومونو د خلکو او په نوې زمانه کې د زحمت کښو خلکو لخوا تر سره شوي دي.

په دې کال د چين لخوا توليد، اختراع او اباد شويو کارونو په ګډه د چين بڼه بدله کړې ده. د چانګ عه څلورم نمبر څېړنيز الات په بريالې توګه فضا ته وتوغول شول، دويمه الوتکه وړونکې بيړۍ په سمندر کې په ازمويښتې توګه په کار ولويدلې، پر اوبو او ځمکې باندې په لومړي ځل د چين له خوا جوړو شویو الوتکو الوتنه وکړه، د بې دو لارښوونکې سپوږمکۍ د ټولې نړۍ د شبکې جوړولو لپاره يو ټينګ ګام پورته کړي. زه هر سايس پوه، انجنير، هر کارکوونکي او ابادوونکي او ګډون کوونکي ته درناوی څرګندوم.

په دې کال کې د بې وزليتوب له منځه وړلو په کارونو کې زيات ښه خبرونه خپاره شوي. د ټول هېواد په ۱۲۵ بې وزلو ولسواليو کې غربت له منځه وړل شوی، په کليوالو سيمو کې لس مليونه بې وزله اوسيدونکي له غربت څخه ژغورل شوي دي. د سرطان د مخنيوي لپاره د اوولسو ډولونو د درملو بيې کمې شوي او د طبي بيمې په لست کې شامل شوي او د ناروغۍ له امله د رامنځته شوي غربت مسئلې ګام په ګام حل شوې دي. زه هميشه د بې وزلۍ له منځه وړلو په برخه کې د هرې مبارزې کارکوونکو ته ډېره پاملرنه کوم چې په کليوالو سيمو کې څه دپاسه ۲مليونه ۸لکو چارواکو او کارکوونکو د کارونو لپاره ډېر زحمتونه ايستلي او باسي يې او دوی بايد خپله بدني روغتيا وساتي.

زه تل بې وزلو اوسيدونکو ته پاملرنه کوم. ما د سي چوان ولايت د لیانګ شان په سان هه کلي کې د يي قوم د دوو اوسيدونکو جي هاو يي چيو او جي لي عه امو له کورنيو څخه ليدنه وکړه. د شان دونګ ولايت د جي نان ښار د سان جيان شي په کلي کې ما د جاو شون لي له کورنۍ سره يو ځای خبرې وکړې، د لياو نينګ ولايت د فو شون ښار د دونګ هوا يوان په نوم په اوسيدونکي سيمه کې ما د چن يوی فانګ په کورنې کې له يوه خطرلرونکی ځای څخه د کډوالو او د دوی د ځای پر ځای کولو حالت په هکله مالومات تر لاسه کړل، د ګوانګ دونګ ولايت د چينګ يوان د ليانګ جانګ په کلي کې د بې وزلې کورنې له اوسيدونکي لو يي هه سره د غربت د له منځه وړلو د لارې په هکله خبرې وکړې. د دوی صميمي او ساده مخونه تر اوسه پورې زما په فکر کې پاتې دی او ژوره خاطره ترې لرم. د نوی کال د رارسيدو په مناسبت زه ټولو کليوالو اوسيدونکو ته مبارکی وايم او هېله لرم چې د دوی ژوند به ورځ تر بلې ښه شي.

په دې کال کې مو د اصلاحاتو او ورخلاصون د څلويښتمې کاليزې نمانځنه وکړه، په کمونېست ګوند او دولتي څانګو کې په سيستماتيکه، تمامه او بيا جوړښته توګه سمون شوي، د اصلاحاتو لپاره څه دپاسه يو سل تدابير غوره شوي، د چين د وارداتو لومړی نړيوال نندارتون تر سره شوی او په های نان ولايت کې د ازادۍ سوداګرې ازمويښتې سيې د ابادولو کارونه پيل شوي. نړۍ د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون چټک سرعت او د اصلاحاتو او ورخلاصون د دوامولو په هکله د چين ټينګ هوډ هم ليدلی دی. زموږ د اصلاحاتو ګامونه به نه ځنډېږي او د خلاصولو دروازه به لا نوره پراخه شي.

ما ليدلی چې په دې کال کې په لوړو ښوونځيو کې د شامليدو لپاره په امتخان کې د لومړې ډلې ګډون کوونکي په اکثره توګه تقاعد شوی او له دوه زريم کال وروسته زيږيدل شوی ځوانان لوړو ښوونځيو ته داخل شوي دي. په ښارونو کې د څه دپاسه يو مليون نفوس د ثبت نامو د تر لاسه کولو فعاليت دوام و، ۱۳ مليونه تنو په ښارونو او علاقه داريو کې کارونه پيدا کړی، ۵ مليونه ۸ لکه نوي کورونه د هغو اوسيدونکو لپاره جوړ شوي چې د کورونو د نه لرلو مسېلې درلودې. د هانکانګ، مکاو او تايوان اوسيدونکي د اوسيدو نامې تر لاسه کړې او هانکانګ د ټول هېواد د ګړنډو اورګاډو په شبکه کې شامل و. په دې بدلونکي چين کې د سمسورتيا او پرمختيا له فعالې انرژې څخه ډک دی. موږ ټول ډېر کوښښ کوو او ټول د خيال لټونکي يو.

په دې شيبه کې زه غواړم چې ځيني ځوړند نومونه ياد کړم. روان کال په اسمان کې د نان ژن دونګ په نوم يوې ستورې زياتې شوې چې څو مياشتې مخکې د نان ژن دونګ په نوم د سانتيست لخوا پيدا شوی، د خلکو د ازادې په بخښوونکي پوځ کې د دوو اتلانو لين جون ده او جانګ چاو نومونه دې ياد شي، دغه راز موږ بايد د هېواد دفاع کوونکي وانګ جي څای ، د ازمويښتې صحنې د ساتنې لپاره قرباني شوي اتلان هوانګ چون، سوانګ يوی څای او جيانګ کای بين او د هېواد لپاره نور قربانيان ياد کړو. دوی په نوې زمانه کې زموږ اتلان و او تل زموږ لپاره د يادونې او زده کړې وړ دي.

په دې کال کې زيات شمېر نوي او زوړ دوستان چين ته راغلي دي. په چين کې د بو او د اسيايي فورم کلنې غونډه، د شانګهای د همکارۍ سازمان د چينګ داو سرمشريزه غونډه، د چين او افريقا تر منځ د همکاريز فورم د بېجينګ سرمشريزه غونډه تر سره شوه چې په کې د چين دريځونه وړاندی شوي او د چين اوازونه پورته شوي. ما او همصينفيانو په پنځو لويو وچو کې زياتو ديپلوماتيکو فعاليتونو کې ګډون کړی او د بېلا بېلو هېوادونو له مشرانو سره د نظريو تبادلې وکړېچې دوستې او باورونه ټينګې شوې او زموږ د دوستانو شمېر زيات شوی دی.

موږ به په ۲۰۱۹ کال کې په درنه توګه د چين د ملي ولسي جمهوريت د جوړيدو اويايمې کاليزې لمانځنه وکړو. په دې ۷۰ کلونو کې ډېرې ستونزې رامنځته شوې او حل شوې او په سخت باران او توفان کې موږ روان يو. خلک د هېواد ټينګ بنسټ دی او زموږ د واکمن ټينګ قوی دی. په دې لاره کې چينايانو په خپله کوښښ کړی، زحمت کړی چې په نړۍ کې ليدو وړ عجيب برياليتوبونه جوړ کړي دي. په راتلونکې کې په هر حال کې موږ بايد له خلکو سره يو ځای په خپله کوښښ کوو، زيار باسو او د ټينګ هوډ او قوي په وسيله دغه سترې پيښې پرمخبوزو.

په ۲۰۱۹ کال کې به فرصتونه او ننګونې دواړه شتون ولري او موږ بايد سره يو ځای هلې ځلې وکړو. د مالياتو او اړوندو لګښتونو د کموالي تدبير بايد ټينګ شي چې د تصديو لپاره به فشاروونه کم شي. بايد د استعداد لرونکو کسانو درناوي وشي چې د دوی د نوښت فعالې قوې به ولوبول شي. بايد د بنسټيزې کچې د کارکوونکو نظريې واورل شي چې دوی به په فعاله توګه کارونه تر سره کړي. په کلو کې د څه دپاسه لس مليونه بې وزلو اوسيدونکو د غربت د ليري کولو دندې بايد په ټاکلي موده کې بشپړې شي او د دغه هدف د عملي کېدلو لپاره بايد کوښښ وشي. بايد هغو پوځونو ته پاملرنه وشي چې د پوځ له ډلې څخه وتلی دی، څرنګه چې

اوسه پورې زما په فکر کې پاتی دی. د نوي کال د رارسيدو په وخت کې زه کليوالو اوسيدونکو ته مبارکۍ څرګندوم او هېله لرم چې د دوی ژوند به ورځ په ورځ ښه شي.

په دې کال کې مو د اصلاحاتو او ورخلاصون د څلويښتمې کاليزې نمانځنه کړې چې په کمونېست ګوند او دولتي ادارو کې په سيستماتيکه او تمامه مانا او اصلاحات راغلي دي، د اصلاحاتو لپاره څه دپاسه سل تدبيرونه غوره شوي، د چين د وارداتو لومړی نړيوال نندارتون تر سره شو او په های نان ولايت کې د ازادۍ سوداګرې ازمويښتې سيمې د ابادولو کارونه پيل شوي دي. نړۍ د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون چټک سرعت او د اصلاحاتو او ورخلاصون د دوام په هکله د چين ټينګ هوډ هم درک کړی. زموږ د اصلاحاتو ګامونه به پرمخ پورته کېږي او د خلاصولو دروازه به لا نوره پراخه شي.

ما ليدلي چې په دې کال کې هغه محصلين چې په پوهنتونونو کې د شامليدو لپاره د کانکور ازموينې د بيا پيل وروسته د لومړې ډلې ګډون کوونکي وو، زياتره يې اوس تقاعد شوي او له دوه زرم کال وروسته زيږيدلي ځوانان په پوهنتونونو کې داخل شوي دي. په ښارونو کې د څه دپاسه يو مليون کليوالو کسانو د نفوسو د احوالو د ثبت بهير روان دی، ۱۳ مليونه تنو په ښارونو او علاقه داريو کې کارونه پيدا کړي، ۵ مليونه ۸ لکه نوي کورونه د هغو اوسيدونکو لپاره جوړ شوي چې د کورونو د نه لرلوستونزې يې درلودلې. د هانکانګ، مکاو او تايوان اوسيدونکو د اوسيدو سندونه تر لاسه کړي او هانکانګ د ټول هېواد د ګړنډو اورګاډو په شبکه کې شامل شو. دې ګرځنده چين د سمسورتيا او پرمختيا له فعالې انرژې څخه ډک دی. موږ ټول ډېر کوښښ کوو او ټول د خوب رښتيا کولو لپاره هڅه کوو.

په دې شيبه کې زه غواړم چې ځيني روښانه نومونه ياد کړم. روان کال په اسمان کې د نان ژن دونګ په نوم يوې ستورې پيدا شوي چې څو مياشتې مخکې د نان ژن دونګ په نوم د سانتيست لخوا کشف شوی دی، د خلکو د ازادې بخښوونکي پوځ کې د دوو اتلانو لين جون ده او جانګ چاو نومونه دې روښان وي، دغه راز موږ بايد د هېواد دفاع کوونکي وانګ جي څای ، د ازمويښتې صحنې د ساتنې لپاره قرباني شوي اتلان هوانګ چون، سوانګ يوی څای او جيانګ کای بين او د هېواد لپاره نور قربانيان ياد کړو. دوی په نوې زمانه کې زموږ اتلان و او تل زموږ لپاره د يادونې او زده کړې وړ دي.

په دې کال کې زيات شمېر نوي او پخوانی دوستان چين ته راغلي دي. په چين کې د بو او د اسيايي فورم کلنۍ غونډه، د شانګهای د همکارۍ سازمان د چينګ داو سرمشريزه غونډه، د چين او افريقا تر منځ د همکاريز فورم د بېجينګ سرمشريزه غونډه تر سره شوه چې په کې د چين دريځونه وړاندې شوي او د چين اوازونه پ:ې پورته شوي دي. ما او زما ملګرو په پنځو لويو وچو کې زياتو ديپلوماتيکو فعاليتونو کې ګډون کړی او د بېلا بېلو هېوادونو له مشرانو سره مو د نظريو تبادلېکړي دي، دوستې او باورونه مو ټينګ کړې دي او زموږ د دوستانو شمېر زيات شوی دی.

موږ به په ۲۰۱۹ کال کې په درنه توګه د چين د ملي ولسي جمهوريت د جوړيدو اويايمې کاليزې لمانځنه وکړو. په تېرو۷۰ کلونو کې ډېرې ستونزې رامنځته شوي او حل شوې دي او په سخت باران او توفان کې روان وو. خلک د هېواد ټينګ بنسټ دی او زموږ واکمني ټينګه او قوي ده. په دې لاره کې چينايانو په خپله کوښښ کړی، زحمتونه يې وبسي چې په نړۍ کې يې د ليدو وړ عجيب برياليتوبونه تر لاسه کړي. په راتلونکې کې په هر حال کې موږ بايد له خلکو سره يو ځای په خپله کوښښ وکړو، زيار وباسو او د ټينګ هوډ او قوت سره دغه سترې چارې پرمخبوزو.

په ۲۰۱۹ کال کې به فرصتونه او ننګونې دواړه شتون ولري او موږ بايد سره يو ځای هلې ځلې وکړو. د مالياتو او اړوندو لګښتونو د کموالي تدبيرونه بايد ټينګ کړو چې د تصديو لپاره فشاروونه کم شي. بايد د استعداد لرونکو کسانو درناوی وشي څو د دوی د نوښت فعالې قوې ولوبول شي. بايد د بنسټيزې کچې د کارکوونکو نظريې واورو څو دوی په فعاله توګه کارونه تر سره کړي. په کليو کې د څه دپاسه لس مليونه بې وزلو اوسيدونکو د غربت د ليري کولو دندې بايد په ټاکلي موده کې بشپړې کړو او د دغه هدف د عملي کېدلو لپاره بايد کوښښونه وکړو. بايد هغو پوځونو ته پاملرنه وکړو چې له پوځ څخه وتلي دي، ځکه چې دوی د هېواد د ساتلو لپاره زيات خدمتونه تر سره کړي دي. اوسمهال د مالونو ليږدونکو، د ښار پاکوونکو، د تيکسي چيلوونکو په شمول مليونونه کارکوونکي لا هم په کارونو بوخت دي او موږ بايد د ښکلي ژوند لپاره له ټولو جوړونکو او ساتونکو څخه مننه وکړو. ستړي مشئ!

موږ ګورو چې په ټولې نړۍ کې ستر بدلونونه پېښيږي. په هر حال کې چې څنګه نړيوال حالت بدلېږي، د هېواد د ملي حاکميت او د امنيت د ساتلو لپاره د چين باور او ټينګ هوډ نه بدلېږي. موږ به په فعاله توګه د يو کمربند او يوې لارې وړانديز وهڅوو، د خلکو د ګډ برخليک د ټولنې جوړولو لپاره به پر له پسې کوښښونه وکړو او د يوې سمسورې او ښکلې نړۍ د ابادۍ لپاره به نه ستومانه کيدونکي کوښښونه وکړو.

د نوي کال زنګ به ژر ووهل شي. راځئ چې موږ په پوره باور او هيلو سره په ګډه د ۲۰۱۹ کال د راتګ هرکلی وکړو.

چين ته مبارکي وايم! نړۍ ته مبارکي وايم!

ډېره مننه!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای