CRI Online

چين د ځينو وارداتي توليداتو ګمرکي تعرفې تنظيم کړې

cri     (GMT+08:00) 2019-01-01 15:54:42

د چين حکومت د وارداتو د زياتوالي او د وارداتي پروسې د لګښتونو د کمښت او د برابروونکې خوا د جوړښت د اصلاحاتو لپاره د ۲۰۱۹ کال له لومړۍ نيټې څخه د څه باندې اوو سوو رقمونو وارداتي توليداتو په تړاو لنډمهالې ګمرکي تعرفې تنظيم کړې.د کارپوهانو په اند د چين له دې تدابيرو څخه ښکاري چې د چين حکومت په جدي توګه د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاره غوره کړې او د نړيوال کېدو د او د اقتصاد د يو ځای کېدو د پرمخبيولو لپاره به خپل مثبت خدمتونه وکړي.

د چين د ماليې وزارت د خبر له مخې د نوي کال له لومړۍ نيټې څخه د څه باندې اوو سوو رقمونو وارداتي توليداتو لنډمهالي ګمرکي تعرفې تنظيم شوې دي.سربېره پردې د چين حکومت به په لنډمهالې توګه د هوايي جنراتورونو او د موټرونو د توليدولو په اړه د روبوټونو په شمول د وارداتي عصري تجهيزاتو، د څړځايونو واښو او يورانيمو په تړاو ټيټې وارداتي ګمرکي تعرفې اجرا کړي. د چين د سوداګرۍ وزارت د څېړنيز انسټېټيوټ د علمي کميټې مرستيال جانګ جيان پينګ وويل د د غلودانو تفالې زموږ د مالداري چارو لپاره ګټورې دي او د ځينو درملو توليدي مواد طبي چارو کې هم ترې اخيستل کيږي. د دې تدابيرو په نيولو سره د پنبې ټکس کم شوی او د هوايي جنراتورونو او د موټرونو توليدولو په اړه د روبوټونو په شمول د مخکښو تجهيزاتو په تړاو ټيټې وارداتي ګمرکي تعرفې پلې شوې چې له دې کبله به زموږ پرمختيايي اړتياوې پوره شي. په دې تدابيرو کې نه يوازې د کليدي تجهيزاتو او پرزو اړتياوو ته پاملرنه شوې بلکې زمونږ د مصرف او توليدي موادو په تړاو ګمرکي تعرفې هم کمې شوې دي.

د يوې شمېرنې له مخې له ۲۰۱۸ کال راهيسې د چين حکومت د درملو، موټرونو، د ورځني ژوند د اړتياوړ توکو په شمول وارداتي ګمرکي تعرفې کمې کړې چې انډول يې له ۸.۹ سلنې څخه ۵.۷ سلنې ته راټيټ شوی دی.سربېره پردې د وارداتي نندارتون په جوړېدو سره واردات هم زيات شوي دي.په ۲۰۱۸ کال کې د چين وارداتي ارزښت ښايي دوه زره مليارډه امريکايي ډالرو ته ورسيږي چې په نتيجه کې به يې نوی ريکاډ جوړ کړي. د چين حکومت به په راتلونکې کې د وارداتي توليداتو ګمرکي تعرفې لا ټيټې کړي تر څو له ګمرکي ادارو څخه د مالونو د تېرېدو لپاره لازياتې اسانتياوې برابرې کړي.

د صادراتو په هکله د چين حکومت د ۲۰۱۹ کال له لومړۍ نيټې څخه د کيمياوي سرې په شمول له ۹۴ رقمونو توليداتو څخه د صادراتي ګمرکي تعرفو د نه اخيستلو تګلاره غوره کړې ده. د چين د سوداګرۍ د هڅوونکې ټولنې د څيړنيز انسټېټيوټ د نړيوالې سوداګرۍ د څيړنيزې څانګې مسئولې جاو پينګ وويل د دې تدابيرو موخه د چين د صادراتو د ثابت پرمختګ او د صادراتو د اداري نظام له مخې د اصلاحاتو اړتياوې پوره کول دي. په دې جمله کې د کيمياوي سرې په شمول د ۹۴ رقمونو توليداتو په تړاو د صادراتي ګمرکي تعرفې د تنظيمېدو موخه د چين د صادراتي توليداتو د ماليې بارونو ټيټوالی او په بازار کې د چيني صادراتي توليداتو د سيالۍ توان پياوړتيا ده.

د پاملرنې وړ ټکی دا دی چې د يادو تدابيرو تر نيولو وروسته به چين هم د سوداګرۍ د تړون له مخې د ۲۳ هېوادونو او سيمو له ځينو واردېدونکو توليداتو څخه ګمرکي تعرفې واخلي. په دې جمله کې د چين او نيوزيلند، پيرو،کستاريکا،سويس،ايسلند، استراليا،د کوريا جمهوريت،ګرجستان ترمنځ د ازادې سوداګرۍ د تړونونو او په اسيا او ارام سمندر سيمې کې د تړون له مخې له يادو هېوادونو څخه د وارد ېدونکو توليداتو په تړاو ګمرکي تعرفه به هم ټيټه شي.سربېره پردې د چين د سترې برخې او هانکانګ او مکاو ترمنځ د مالونو د سوداګريز تړون له مخې به له هانکانګ او مکاو څخه د واردېدونکو توليداتو په تړاو صفر ګمرکي تعرفې هم غوره شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای