CRI Online

تبصره: "د شي پنځه مادې " د چين د سوليز يووالي او پرمختګ نوې کړنلاره ده

cri     (GMT+08:00) 2019-01-04 16:15:17

د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې له لوري په تايوان کې وطنوالو ته د پيغام د خپرېدو د څلوېښتمې کاليزې يادغونډه د نوي کال په پيل کې په بېجينګ کې تر سره شوه.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغې غونډې ته په خپله وينا کې پر دې تاکيد وکړ چې د چين پوره يووالی د چين د کمونېست ګوند، د چين حکومت او خلکو نه بدلېدونکې تاريخي دنده ده، د چيني ملت د عظيمې احيا په بهير کې چين بايد واحد شي او هرومره به واحد وي.

شي جين پينګ په خپله وينا کې د تايوان تنګي د دواړو غاړو له چينايانو او په بهرنيو هېوادونو کې له مېشتو چينايانو څخه وغوښتل چې په پنځو برخو ( په ګډه د ملي احيا د هڅولو، د"دوو نظامونو"په اړه د تايوان پلان د څېړولو ، د يو چين د پېژندلو پر اصل د ټينګار کولو ، د دواړوغاړو د ګډ پرمختګ د پياوړتيا او د وطنوالو د ذهنيت د برابرولو لپاره) د تنګي د دواړو غاړو ترمنځ اړيکو ته سوله ييز پرمختګ ورکړي او د چين د سوله ييز يووالي بهير پرمخ يوسي.

ځينو څېړونکو د شي جين پينګ يادو څرګندونو ته"د شي پنځه مادې" ويلي او دې ته يې اشاره کړې چې"د شي پنځه مادې"د سوله ييز يووالي پر اصل ټينګار کوي او د وطنوالو او قومونو ترمنځ ژور احساسات ورڅخه څرګنديږي ، رييس شي جين پينګ په دغو مادو سره نه يوازې يوه لرې موخه ټاکلې،بلکې د تنګي د دواړو غاړو د اړيکو د پرمختګ لپاره يې لوري او لارې هم په ګوته کړې دي چې د عملي کېدو وړ دي.

"د شي پنځې مادې " ښيي چې د سوله ييز يووالي په اړه د چين موخه د چيني ملت د احيا هڅول دي، د چين لويه برخه غواړي په مساوي ډول د تايوان له بېلابېلو ټولنو سره د"يو دولت او دوو نظامونو "پلان په جوړولو سلامشوره وکړي، د تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د اقتصادي، کلتوري ، طبي او ټولنيز ګډ پرمختګ ژور کړي او د سوله ييز يووالي لپاره پراخه فضا جوړه کړي. همدارنګه د تايوان جلاغوښتونکو ته يې خبرداری ورکړی چې له چينه د تايوان د جلاوالي په اړه هيڅ فعاليت ته به اجازه ورنه کړي.

چين څه موده وړاندې، د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو ۴۰ مه کاليزه په درنو مراسمو ولمانځله.

په تېرو ۴۰ کلونو کې نه يوازې په چين کې ، بلکې په ټوله نړۍ کې لوي بدلونونه رامنځته شوي دي، چين له ډېرو کلونو راهيسې د نړۍ دوهم لوی اقتصادي مقام ساتلی، د نورو هېوادونو په پرتله د بهرنيو اسعارو تر ټولو ډېره ذخيره لري، د څه باندې ۱۲۰ هېوادونو او سيمو لومړی لوی سوداګريز همکار دی او نړيوالې اقتصادي ودې ته يې د خدمت انډول له ۳۰٪ څخه اوښتی دی.

که په تېرو څلويښتو کلونو کې په تېره بيا پدې وروستيو کلونو کې پر تايوان د تنګي د دواړو غاړو د اړيکو اغېزو ته ځير شو، د شي جين پينګ په هغو څرګندونو به پوه شو، يعنې که د يو چين د پېژندلو پر اصل ټينګار وشي، د تنګي د دواړو غاړو اړيکې به ښې شي او پرمختګ به ولري او تايواني وطنوال به ترې ګټې واخلي، که نه ، دا اړيکې به سختې او متزلزلې او د تايواني وطنوالو ګټې به زيانمنې شي.

د ما اينګ جيو د ماموريت په موده کې تايوان دا منلې چې د تايوان تنګي دواړه غاړې پر يو چين پورې اړه لري، په هغه وخت کې د دواړو غاړو اړيکې ثابتې او اقتصادي راکړې ورکړې يې ډېرې وې، د تايوان د ګاو شيونګ سيمې کرنيز توليدات د چين لويې برخې ته تلل او د چين د لويې برخې ګڼ شمېر چينايان په سيلانۍ ګاو شيونګ ته تلل . دوه کاله دمخه د پرمختګ ډيموکراتيک ګوند چې د تايوان خپلواکي غواړي،واک ته رسيدلی دی. دغه ګوند د يو چين د پېژندلو اصل نه مني چې له امله يې د تنګي د واړو غاړو ترمنځ متقابل سياسي اعتماد خراب شوی، ګاو شيونګ سيمه سخته زيانمنه شوې او تايوان ته د چين د لويې برخې سيلانيان کم شوي دي.

۴۰ کاله دمخه د تايوان اقتصادي پرمختګ د چين د لويې برخې په پرتله ډېر پياوړی و. نن د چين د لويې برخې سياسي، اقتصادي او پوځي ځواک ورځ تر بلې پياوړی کيږي، خو لا هم هيله او باور لري چې له تايوان سره په سوله ييز ډول يو شي او صبر يې کړی دی." د شي پنځو مادو " د چين د سوله ييز يووالي او پرمختګ لپاره کړنلاره او پلان جوړ کړی دی. مونږ د تنګي د دواړو غاړو وطن والو تاريخ ونه شو ټاکلی، نو اوس بايد فرصتونه ونيسو او راتلونکی بايد جوړ کړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای