د فاریاب ولایت د المار په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پرضد د افغان ځواکونو د چانیزو عملیاتو په ترڅ کې 13 تنه مخالف وسلوال وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات د جمعې په ورځ د المار ولسوالۍ په مختلفو سیمو کې د طالبانو د پټنځايونو پر ضد د ځانګړو ځواکونو د واحدونو له خوا د وسله والو سنګرونه او د وسلو زیرمې ویجاړې کړې دي.
په خبر کې دا نه دي ویل شوي چې آیا د افغان امنیتي ځواکونو تلفات شته که نه.
طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |